ښوونځی

زما یې د ښادۍ شفقت کړې، خيرن خچن زوی مې یې پر سبا ناري ځان ته را وړاندې کړ او ترې ومې پوښتل بچيه مکتب یا مدرسې ته نه ځې…؟

د دې پوښتنې له اورېدا سره د ميلمه ملا صاحب رنګ تک شین واوښت، په سترګو کې یې د کرکې او غوسې سپرغي تک سره واوښتل او خورا په قهر یې را غبرګه کړه: د مکتب خو نو ګرسره نوم مه را اخله. زما دې پر ذات د خدای کسم وي چې دا نن مازديګر یې راته ډاکټر یا انجینر تسلیموي که یې د مکتب پر دروازه لا ور ايله کړم.
ما ترې خورا په تعجب وپوښتل· ولې…؟ خیر دي وي؟
ده را ته کړل چې مکتبونه ګرده د زنا مراکز دي. مال ثبوت؟
کړل یې: ته ورشه دا نژدې بقایي هسپتال ته، ښځې او نر پرله ګډ سره ولاړ وي!
– زناګانې کوي که داغسې ګډ سره ولاړ وي؟
– زناګانې کوي!
– پرتږونه یې ايستلي وي که د پرتاږه سربېره سره لګیا وي؟
– يا د سترګو زنا کوي!
– تا ليدلي؟
-هو!
-منه که دې ليدلي وي!
– د خدای پر ذات مې دي قسم وي چي ليدلي مې دي!
– نو بیا خو ته هم زاني بالعین شوې، یو زاني نور زانیان څنګه ملامتوي!

له سړي لاره ورکه شوه د عصري علومو په انکار یې پيل وکړ. دلته زموږ د سيمې يوه استاد کل عالم هم تشريف درلود. هغه چې زموږ د غاړو پړسېدلي رګونه وليدل نو یې خورا په حکمت مداخله وکړه. لومړی یې په افغانستان کې لږد مکاتبو په برخه کې د علماؤ پر غفلت بحث وکړ بیا یې د همدغه غفلت په پايله کې د کمونستانو لاس ته د مکاتبو پر لوېدلو بحث وکړ. وروسته یې په اوس مهال کې له مکاتبو سره د پښتنو پر معاندانه چلن او د ځایي قومندانانو پر تفردانه چلن خبرې وکړې او په پای کې یې د قرآني آیتونو، نبوي احادیثو او فقهي جزئیاتو په استناد سره څرګنده کړه چې هغه فنون چې د فروضو دارومدار پورې موقوف وي د هغو زده کړه شريعت فرض کړي ده، لکه طب، انجینري، فزیک، کیمیاء او نور….!

کج بحثه ملا صېب چې د استاد پاج پګړۍ او سپینو کالیو ته په کتلو سره دا فکر کاوه چې هغه به د ده د باطل فکر ملاتړ وکړي خو استاد مولانا صاحب نګه شرعي حکم بیان کړ او اخند په خپل رنګ کې کوټ وخوړ….!
له دې بحث سره له ما سره فکر بیدا شو چې موږ تل د دیني نصوصو د تعبيراتو به برخه کې د دین پر استازو یا خو تېر وتلي یو اویاهم تېر ایستل شوي یو.

په پورته کسانو کې دواړه د علم پر مسند ناست ول خو یو یې په تعبیر کې نه یواځې دا چې سکوټ غلط وو، بلکې باطل وو او دا بل یې د دین حقیقي استازی او د نبي علیه السلام حقیقي وارث وو.
موږ باید حقیقي علماء وپېژنو. د ردمحتار او ګيډې مختار ملایان سره جلا کړو او هر سورږیري ته د ملا شاه ولي ګومان ونکړو.

2 thoughts on “له مکتب نه کرکه،‌ عنایت الله کاکړ”
  1. ملاصاحب
    ستاسی طالبانو له لاسه افغانستان ورځ نه لري
    دری ملیونه ماشومان ښوونځي ته نه ځي
    خدای ته وګوره لږ عقل مو سره ته راولئ، د پاکستان مزدوري پرېږئ
    په خپلو خلکو رحم والله
    خپله تجارتونه کوئ او افغانان مو تباه کړل
    اوس دا لیکنې را باندې کوئ!!!

  2. د کاکړ صاحب نه مننه چی واقعیتونه یی بیان کړي دی
    که تار یخ ته نظر وکړی دا دردونه مرحوم نورمحمد تره کی دیر پخوا بیانول خو همدغو ملایان نه منل!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *