د ونو پاڼو یې په سینه ګامونه ورو کېښودل. فکر به یې کړی وي، چې را ویښه نه شي. خو مرغۍ خپلو وینو دومره اوتره کړې وه، چې په په هره خوا به یې وزرونه غورځول. او یوعالم خاورې بادېدې. ماشومه په ځای کې کېناسته. خوبولې سترګې یې په ګونډو وموښلې. ځای – ځای وینې، توی وې. څو وارې یې په مرغۍ پسې خوله تاوه کړه . خو مرغۍ له انسانه، دومره وېرېدلې وه، چې د پستو شنډو، مهربانې یې، نه شوه زغملی.
ماشومې په کيڼ لاس خوله کېښوده.سپینه پټۍ یېپهغاښونو کش کړه. د پرې شوي لاس، زخمونه یې بربڼډ شول. په زخمه یې ژبه وموښله. ژبه یې غوړه شوه.
مرغۍ کې نور شور، ګونګ شوی و. یوازې به یې پښه وشړله. ماشومه په ګوڼـډو شوه. د پرې شویو، لاسونو زخمونه یې په ځمکې ولګیده. چیغه یې وکړه. په څنګ یې ځان وغورځاوه. ژبه یې له شونډو را یستلې وه. رڼې اوبه ترې روانې وې.مخ یې په خاورو کش کړ . مرغۍ ته یې شونډې ور نېږدې کړې. را ویې نیوه. په وزره یې ژبه ورتېره کړه. ژبه یې په وینو ککړه شوه. خو مرغۍ په ځاي پرته وه.پښې یې شخې شوې وې.
ما شومې ناهیلې مخ تر را وګرځاوه. د خولې خوند یې په وینو و. ښی لوري ته یې وکتل. لاړې یې تو کړې. اوښکې یې په غوږونو کې را ډنډ شوې وې.مرغۍ ته یې ورو، مخ ور واړه وه. شوڼدې یې وخوځېدې.
ولې دلې راغلې؟ دلته خو دا دود دی چې ماشومان به، بې لاسو وي چې قلم وانه خلي. او الوتونکي به، په قفس کې نڅاوې کوي. کنه بیا به ستا په څېر وژل کیږي.
———————-