د افغانستان د نولس کلنو لوبډلې نامیبیا ته خوندوره ماتې ورکړه .نامیبیا په پنځوسو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو 192 منډې کړې وې.
اففانانو په شپږویشتم اوو کې په داسې حال کې دا هدف پوره کړ چې یوازې 5 لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
حشمت الله شهیدي او محمد محتبی په دې لوبه کې پنځوسیزې پوره کړې. محمد مجتبی په توپ اچوونه کې هم ښه وځلېد او دوه وېکټې یې واخیستې.

د نامیبیا په وړاندې په لوی توپیر بریا د افغانستان تر نولسو کلونو د کشرو لوبغاړو ټیم منځ لوبو یا کوارټر فاینل ته ورساوه.

په منځ لوبو کې د ۸ ټیموتو ترمنځ په دوو ګروپونو کې سیالۍ کېږي.

دغه بریا دې ټولو وطنوالو ته مبارک وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *