لیکوال: محمد مبشر نذیر

ژباړن : نعیم افغان-هرات

د ناهیلۍ لاملونه

نا شوني خواهشات

د ناهیلۍ یوتر ټولو ستر لامل دادی  چي موږ  داسي غوښتني کوو چي دهغه پوره کېدل نا شوني وي. د بیلګي په ډول  که یو څوک دا خواهش وکړي  چي لمر او سپوږمۍ  یې غیږي ته راشي او له ده سره دي لوبي وکړي یا یو څوک دا سي فکر وکړي چي د غنمو له کښت څخه دنخودو ثمره واخلي ، څرګنده ده چي دا سي بې مانا او له جنونه ډک خواهشات  هیڅ کله نه شي پوره کېدلای.

که لږ په خپل ګرېوان کي و ګورو، ددې خبري ښه درک به راته مالوم شي چي زماپه شان هر څوک حتماً ورته بې شمېره خواهشات په زړه کي لري. ددې ډول ناهیلۍ یوازینۍ درملنه داده چي په خیالي نړۍ کي تر اوسېدو له حقیقت خوښوونکو څخه شو او د حقیقت منلو ته د زړه له اخلاصه  تسلیم شو. د هغو وروڼو او خوندو لپاره چي تل د ناهیلۍ او خپګان ښکار وي ، یو وړوکی وړاندیز دادی چي دلږ ګړي لپاره  دي په یو ارام ځای کي کښيني ، د کاغذ پر ټوټه دي ټول نه پوره کېدونکي خواهشات  ولیکي،تر هغه وروسته دي بې بنسټه او له حقیقته لیري  خواهشات ځني په نښه کړي ،نو به دا ورته ښه څرګنده شي چي زموږ ډېری خواهشات بې بنسټه غوښتني دي او که څوک یې ولولي  راباندي وبه خاندي . دچا چي څومره خواهشات له حقیقته لیري وي هغومره یې ناهیلي زیاته  وي، هڅه وکړئ څو له دا ډول خواهشاتو څخه ځانونه وژغورئ. انشاء الله خپله به پوه شی چي تردې وروسته ستاسو  د ناهیلۍ او خپګان کچه په څومره ښکاره ډول را کښته شوې ده. کنه دکومو خواهشاتو پوره کېدل چي نا شوني وي نو په اړه يې بې ځایه فکرونه او خپګان کول څه ګټه لري؟

د خواهشاتو سخت والی:

د ناهیلي دوهم ستر لامل د خواهشاتو سختوالی(شدت)دی. هر خواهش چي څومره سختیږي، هغومره ډېر یې پوره کېدل د خوند او خوښۍ وړ ګرځي او که پوره نه شي، نوبیايې  ناهیلي هم د همدومره شدید خپګان سبب ګرځي. په تيرو افسانو کي  يې «هیر رانجا،سسي پنو او شرین فرهاد»  ښې بیلګي دي. دوی  دیو بل په وړاندي  ډیري سختي غوښتني کښېښودلې ، کله چي دهغو خواهشاتو (غوښتنو)  پوره کېدل ناشوني شول، نو هغوی  دومره سخت ناهیلي شول چي له ژونده یې لاسونه ومینځل.

په حقیقت کي دوی خواران(بې چاره ګان) زموږ لپاره  دعبرت اخیستني یوه څرګنده نومونه ده،خو له بده مرغه پخوانۍ او اوسنۍ میډیا (ددې پر ځای چي دعبرت یوه بېلګه يې وښئي) د اتلانو په نامه  یې و نومول. همدغه دی چي زموږ په ټولنه کي دمیني د ناکامۍ پایله په بې سارې ناهیلۍ او بالآخره دځان وژني په وبا اوښتې او ورځ تر بلي په ټولنه کي ريښې او غځوني کوي او تر ډېره بریده یې میرمني ښکار دي ځکه چي په میرمنو کي دخواهشاتو سختوالی تر نارینه و زیات وي .

هر دغه حقیقت خوښوونکی ( چي غواړي له ناهیلۍ څخه ځان وژغوري)اړ دی څو د ناهیلۍ سختوالی له ټیټي درجې څخه تر ټیټي در جې را کم کړي هغه که دمیني په معامله کي وي که د ازموینو په بریاکي،دقهرمان  او نوموتي لوبغاړي جوړېدل خواهش وي که د ریاست ترلاسه کول،په دې حقیقت باید و پوهیږو چي په نړۍ کي  د هر شي او هر انسان زموږ  تر لاس لاندي را تلل ناشونې ده. نو له دې وجې پکار ده چي دخپلي کامیابۍ او ناکامۍ شونتیا په عادلانه ډول په پام کي ولرو.  که چیري انسان دخپلي ناکامۍ شونتیا په نظر کي ولري نو تر ډېره بریده به يې د ناهیلیو په را کمولو کي څرګند بدلون راشي .

 په دې هم ځانونه پوه کړئ چي د میني په معامله کي تر واده وړاندي باید خبره تر خوښۍ او نا خوښۍ را محدوده وي. نه ښايي چي کیسه د عشق او محبت تر پولي و غځوئ او که  کله  مو د واده خبره بشپړه اوپخه شوه نوبیا د خپل ژوند له ملګري سره د زړه له کومي بې سارې  مینه وکړئ او که څوک ددې پر خلاف سر چپه کړنه تر سره کوي ، حتماٌ  به له ناهیلۍ سره لاس او ګرېوان شي، دا چي ویل کيږي( څوک مینه نشي کولای بلکه مینه په خپله کیږي) چنداني  نظریه نه ده  بلکه یوه ذهني (نفسیاتي)ناروغي یې بللای شو او اړینه نفسیاتي درملنه ورته پکار ده،که انسان خپلي  ټولي بې ځایه جذبې په واک کي ولري نو به يې خوشالۍ په برخه شي، کنه تقدیر به يې د ناهیلیواو خپګانونو منګولو ته ولوېږي.

په نورو پسي بې ځایه هیلي تړل

د ناهیلۍ یو بل ستر لامل  په نورو پسي بې ځایه هیلي تړل دي. موږ پر خپلو ملګرو،خپلوانو، عزیزانو،ټاکلو وکیلانو او په دولتي چار واکو پوري ستري- ستري هیلي تړو. مثلاٌ موږ فکر کوو، که دمیني څرګندونه وکړومعشوقه به مي غېږ ي ته راولوېږي، که  تکلیف راباندي راسي  ټول بوج به مو  ملګري پر خپل سر واخلي،که مو پیسو ته اړ تیا پیدا شوه  خپلوان به مو خپل ما شومان په وچه ګېډه ویده کړي او یو په بل پسي به زما مرستي ته را ودانګي،که موله چا سره جګړه وکړه هر ملګری  به  مي زما له لوري په ډېره مېړانه وجنګیږي، ټاکلی وکيل او دولت به زموږ بې وزلي(غربت) له منځه یوشي او په داسي ځای کي دي دنده ولرو چي معاش زیات او کار کول  او ستړیا پکښي کمه وي ،داسي نوراو نور  خواهشات در واخلئ.

هر څوک داسي نه شي کېدلای چي هغه دي زموږ هر ډول هیلو ته  پوره پام لرنه وکړي،که څه هم ځیني کسان داسي شته چي په لوی لاس نه غواړي له چا سره مرسته وکړي خو ډېری ملګري او  خپلوان بیا د بې وسۍ له مخي نه شي کولای له موږ سره مرسته وکړي او د میني معامله  بیا بل ډول ده،له کوم چا سره چي موږ مینه کوو هغه هم یو خپلواک انسان دی زموږ په شان دا حق لري څو له خپلي خوښي سره سم له یو چا سره مینه وکړي. تر دې هاخوا زښت ډیري  نوري نفسیاتي او فکر ي مجبوریاني موتر منځ خنډونه زېږولای شي، بل  له سره اړینه نه ده هغه څوک چي زموږ خوښ شي دهغه دي هم خوښ شو. په مجموع کي عاشقان د سترو-سترو خیالي ماڼیو بنیادونه ږدي،خو چي کله  له حقیقي نړۍ څخه  دخیالي نړۍ ماڼۍ ړنګي وویني نو د ناهیلۍ ښکار شي.  په داسي معاملو کي پکار ده څو هیڅ وخت خپلي هیلي په نورو پوري ونه تړو او هر کار د خپل مټي(بازو) په زور سره تر سره کړو . سمه ده چي په حقیقي نړۍ کي څه ناڅه له نور و څخه هم مرسته تر لاسه کیږي مګر که بیا هم په چا پوري خپلي هیلي ونه تړو نو د ناهیلۍ پر ځای به مو دکامیابۍ او خوشالۍ سبب شي.

نور بیا . . . . .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *