له نن څخه ۶۹ کاله پخوا په دې ورځ /د اګست۶مه/ د جاپان پر هیروشیما ښار اتوم بم وغورځول شو او دوهمه نړیواله جګړه ورسره پای ته ورسېده.

جاپان نن د هیروشیما ۶۹ کالیزه لمانځي. په دې مناسبت د هیروشیما ښاروال کازومي متسويي د سولې په پارک کې په یوه غونډه کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما او د نړۍ له نورو مشرانو وغوښتل چې هیروشیما ته ورشي او د اتوم بم په وجه پېښ شوی زیان له نژدې وویني.

هغه ځای ته نژدې، چې په ۱۹۴۵ میلادي کال اتوم بم پرې غورځول شوی و، شاوخوا ۴۵ زره تنه راټول شول.

پر هیروشیما په اتومي حمله کې ۱۴۰ زره تنه ووژل شول.

د جاپان صدراعظم شینزو ابي وویل، جاپان، چې یوازینی هیواد دی چې اتومي حمله پرې شوې، دنده لري چې د اتومي وسلو د محدودېدو لپاره هلې ځلې وکړي.

د هیروشیما له اتومي حملې درې ورځې وروسته پر ناګاساکي اتوم بم وغورځول شو او ۷۰ زره تنه یې ووژل. دوهمې اتومي حملې جاپان اړ ایست چې د امریکا متحدو ایالتونو ته تسلیم شي.

زياتره جاپانيان د تېرې غميزې له امله اوس د هر ډول اتومي وسلې، حتي که د سوله ییزو هدفونو یا د انرژۍ  لپاره هم وي، مخالفت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *