د قوس پر ۲۷- مه، په کندهار کې، د هوایي ډګر پنځه تنې ښځینه کارکوونکي، له خپل موټروان سره یو ځای، په داسې حال کې ووژل شوې چې سهار وختي له اشرف البلاد ښاره د هوایي میدان پر خوا، وظیفې ته روانې وې.
زما کندهاره د زمرو وطنه!
زما د سرکښو پښتنو وطنه!
څومره یاغي یې صدقه دې سمه!
د نافرمانو جنګیالو وطنه!
تر دې فاجعې دوې ورځې مخکې، د فرهنګ کور (ننګرهار ولایت) په ښېوه ولسوالې کې، دا رسوایې خپره شوه چې یوه جهادي قومندان –ولایت خان- نیمه شپه مهال، په داسې حال کې خپله خوښینه په چيغو- چیغو د خپل خسر له کوره و ایسته او ځای پر ځای یې په زوره نکاح پر وتړله چې څو شېبې مخکې یې، د هغې خور ور واده کړې وه او هغه یې په دې تور، په هماغه لحظه کې د پلار کور ته ور ایله کړه چې ګواکي خپل پېغلتوب یې نه وو ساتلی؛ وروسته طبي معایناتو ثابته کړه چې دا هسې یو تور وو.
لندنه تا باندې یې نه ور کوم
ښار د پاریس نه ننګرهار ښکلی دی
داچې افغانان هره ورځ منفي خبرونه اوري او له ژونده یې زړه ور توروي، نو موږ د بدلون اونیزې د خپراوي په پیل کې، هوډ کړی وو چې تر وسه- وسه به، له ډېرو منفیاتو او مایوسوونکو بحثو اونیزه لیري ساتو او خپلو خلکو ته به امیدواروونکي پیامونه رسوو چې د ولاړېدو، حرکت او هیواد د ودانۍ لپاره، د عاشقانه کار ناپایانه انرژې پکښې تولید شي؛ خو په یوه عجیب وغریب وطن کې خدایتعالی پیدا کړي یو، که هر څومره هیله بخښونکې سندرې هم سازې او په ګډو آوازو کې یې آزانګې خپرې کړو، مګر چې ګورو، الفاظ مو هر یو، لکه یو ځانمرګی، منفجر شوی وي، هم مو د اخبار مخونه په سرو وینو لړلي وي، هم مو خپلو حواسو وینې استفراق کړې وي او هم مو د لوستونکو پر ذهن و روان د وینو بارانونه ور اورولي وي.
ته وا، لکه خونرېز چې زموږ مقدر وي؛ که پردي نه وي نو باید په خپلو کې سره ووژنو؛ که بل وطنوال په لاس را نه شي نو باید خپل د اکا زوی او که هغه و نه شو نو بیا خپل ورور تر مرۍ را ونیسو؛ که نارینه نه وو، پروا نه کوي، پر ښځو خو مو هر وخت لاس بر دی، باید پر دا سر- سر یې وولو؛ یوه، دوې، درې، څلور، پنځه، هر څو که په مخه راغلې، که په مخه رانغلې نو باید موږ پسې ور شو او په مخه ور شو، پر دا کلګي- کلګي یې، ټک- ټک وولو او د هغه بوړي توپک د ایمان زور ور وښیو چې راته ویل به یې:
تر دې بوړي توپک دې جار شم
پر اوږه ستا دی کږه زه د خیاله ځمه
نور هغه وختونه ولاړل چې که به له زلمیو پوره نه شوه نو وطن به جینکیو ګاټه:
که له زلمیو پوره نه شوه
ګرانه وطنه جینکۍ به دې ګټینه
نن د وطن زلمی هغه زلمی نه دی، نن دا زلمی، دا د زرغونې زوی، دا د نازو لمسی او دا د ملالۍ ورور، د خپل وطن ښځې او نجلۍ ته دونه وخت نه ور کوي چې د ده تر بې ننګۍ ورورسته دې، د وطن عزت وساتلای شي؛ نن باید د وطن زلمی، اول خپله د وطن مور و خور په خپل لاس قتل کړي او بیا ښه په بېغمه زړه، د ټو ل وطن پر شرف، ناموس او حیا باندې لیلام را وباسي؛ هماغسې لکه دا کانه چې یې په کندهار کې، له خپلو وطنوالو ښځمنو سره وکړه او هماغسې لکه دا معامله چې یې په ننګرهار کې، له خپلو وطنوالو نجونو سره وکړه.
ښایي کوم څوک اعتراض وکړي چې دا خو د یو دوو مردارخورو، تروریستانو او رذیلانو کار وو، ولي باید داسې یو عام حکم وشي؟ خو د کندهار ولایتي شورا د شازلمي غړي، محترم نعمت الله وفا دې بربنډ فیسبوکي پوسټ ته به څه پرتوګ ور اغوندو چې لاندې یې د وطن د دې پنځو ملالیو د بې ساه جسدو عکس هم په ډېر شوق ور سره خپور کړی وو:
«ښځه باید خپل کور په عزت او په حجاب و اوسي چې دا قدر الله (ج) ښځو ته ور کړی بدبختانه ځیني بې برخي دي، غیر له دې ناشکري او هراړخیزه بې خوندي ده.»
که ښځه کور و نه اوسي نو دا د کندهار د ولایتي شورا د وکیل لپاره، د بدبختۍ او بېخې بې خوندۍ خبره ده او باید ووژل شي، کله چې ووژل شوه نو بیا د کندهار د ولایتي شورا د وکیل لپاره، د لوی شکر او خوشحالۍ رېری دی.
دا پنځه د نازو لمسیانې، د زرغونې لوڼې او د ملالۍ خوندې، که همدې د حاجي میرویس خان نیکه لمسي، د احمد شا بابا زوی او غازي ایوب خان ورور، وژلی نه وي، یا د ده یارانو ترور کړي نه وي او یا دی ور سره شریک نه وي نو آیا د نعمت الله وفا غوندې، داسې توجیه امکان لرلای شي؟ او ایا په دې قتل کې د دې درانه وکیل مؤکلین ټول ور شریک نه دي؟ او آیا موږ ټول یې مؤکلین نه یو؟ که څوک ادعا کوي چې ما خو رایه نه ده ور کړې نو هغه تر ګردو لوی مجرم دی، ځکه هغه د خپل ملي سرنوشت په وړاندې، د جاهلانه بې تفاوتۍ له امله، دغسې وکیلانو ته، پر خپل ناموس د ور ختلو چانس برابر کړی دی؛ که دا قاعده منطقي وي نو: هماغسې لکه د فرخندې په باب چې مو ویلي ول چې موږ ټول د فرخندې قاتلان یو نو دلته هم، موږ ټول د دې پنځو کندهاریو ملالیو قاتلان یو او موږ ګرد د دوو ننګرهاریو خوندو د عزت لوټماران یو، ځکه که دا لوټمار او دا تروریزم زموږ په جمعي ذهن کې نقش نه وي نو بیا دا ډول کائنات لړزوونکې زلزلې هم امکان نه شي لرلای.
له دې زهرجنو او مرګونو پېښو سره، د ودان افغانستان ګوند مسؤلیت نور هم درنیږي، ځکه دا ملت به چا ته، د خپلو مادي و معنوي ورانیو د ودانۍ لپاره، د امید سترګې ور اړوي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
هر څه باید له بېخه بدل شي!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!! !!!
بدلون اوونيزه/ دريم کال/ دريمه / پرلپسي ۱۰۷ مه ګڼه/يکشنبه/ قوس/۲۸/ ۱۳۹۵