تاند- وروسته له دې چې په وروستیو کې د افغانستان په کابینه کې د جلال اباد پر ځای په کابل کې د سعودي عربستان په مالي مرسته د ستر اسلامي پوهنتون د جوړېدو پرېکړه وشوه، یو شمېر افغان مشرانو د حکومت پر دې پرېکړه توند غبرګون وښود.
د اجراییه ریاست له لوري د اکتوبر په ۲۲ مه نېټه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د کابینې په غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په کابل کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو په اړه راپور وړاندې کړ.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې یوه کمېټه وګومارل شوه چې د دغه پوهنتون د جوړولو چارې پرمخ یوسي او د خپل کار راپور کابینې ته وړاندې کړي څو د پوهنتون د جوړېدو چارې رسماً پیل شي او د مرستو د ضایع کېدو مخه ونیول شي.
په ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون د جوړېدا پرېکړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واک په موده کې شوې وه خو د دې پوهنتون د جوړېدا په کار کې بې تفاوتي شبب شوه چې کار یې تراوسه پورې وځنډول شي.
د افغانستان د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار د وزیرانو شورا وروستۍ پرېکړه، چې د ننګرهار پر ځای په کابل کې نړیوال اسلامي پوهنتون جوړ شي، په کلکه وغندله، ویې ویل چې دا ورته د منلو نه ده.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر او د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال هم په زغرده له ننګرهار څخه کابل ته د نړیوال اسلامي پوهنتون د پروژې له لېږدېدو سره مخالفت کړی دی.
ده ویلي«په ننګرهار کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو وړاندیز زما له لوري د پخواني ولسمشر د لارښوونې پر اساس د اسلامي پراختیايي بانک د خرطوم (سوډان) د ۲۰۱۳ م کال په کالنۍ غونډه کې وړاندې او د نوموړي بانک له لوري د بلاعوضه مرستې د تمویل لپاره منظور شو. ورپسې د دې پوهنتون د جوړېدو رسمي اعلان د اسلامي همکاریو د سازمان له خوا د نوموړي سازمان د همغه کال په کالنۍ غونډه کې هم وشو. له هغې وروسته د نوموړي پوهنتون موقعیت په ننګرهار کې د وخت د کابینې له لوري رسماً منظور شو او د لوړو زده کړو وزارت ته لارښوونه وشوه چې په ننګرهار کې د پوهنتون د جوړېدو په اړه له اسلامي نړیوال بانک سره له نژدې همکاري وکړي چې په پایله کې یې هم په ننګرهار کې د نوموړي پوهنتون لپاره یوه ستره ټوټه مناسبه ځمکه تشخیص او رسماً انتقال شوه او هم د اسلامي پراختیایي بانک له لوري د نوموړي پوهنتون د ډیزان او مطالعې لپاره متعدد مسلکي ټیمونه راولیږل شول چې هر یو یې د نورو ورسپارل شویو کارونو تر خوا د پوهنتون لپاره مشخص شوی موقعیت تایید کړی. …»
ښاغلي زاخېلوال هیله څرګنده کړې چې له ننګرهار څخه کابل ته د پوهنتون د انتقال پرېکړه حقیقت ونه لري او که چیرې دا خبره سمه وي چې کابینې د ننګرهار پر ځای په کابل کې د دې پوهنتون د جوړولو پرېکړه کړې وي، نو په کلکه یې مخالف دی.
د تاند د معلوماتو پر اساس په ننګرهار کې د دغه پوهنتون لپاره ۱۰۰۰ جریبه مځکه ځانګړې شوې ده.
د چارو کتونکي وايي چې په کابل کې له دې پرته هم ګڼ پوهنتونونه شته او باید هر څه په پلازمېنه کې متمرکز نه شي.
که چیرې د دې پوهنتون د جوړېدو چارې په وخت پیل شوې وای، زرګونو کسانو ته به د کار موقع برابره شوې وه.
GENERALLY, WE HAVE COMPLIANT FROM MILI WAKHDAT GOVERNMENT
AND SPECIAL FROM PRESIDENT ASHRAF GHANI,BECAUSE THEY DID NOT PAY ATTENTION TO NANGARHAR,EXACTLY NANGARHAR IS OUT FROM ANY REBUILD PLAN,
WHY DO NOT BUILD KUNER RIVER PROJECT,ISLAMIC UNIVERCITY/
KABUL JALAL ABAD SECOND ROAD/SECURITY IS ZERO.
WE NEED TO PAY ATTENTION TO NANGARHAR.
THANK YOU
سلام
دیوہ علمی مرکز جوریدل،علمی او عرفانی لاری چارے پہ او چتہ سویہ او درایت بی لہ ھر دول پلمی او خند تہ آرہ لری لہ بلی خوانہ ھرہ پروڑہ مالی ، تمویلی او پرمختیایی برخہ لری لہ دی اخوا کابینہ او دکابینی غری مسولیت لری چی ھرہ پریکری کی رنی عینکی پہ ستر گو کری مخکی لہ دی چی یوہ پریکری عوامو تہ راووخی د ھغی تول جوانب د اصولو پر بنست استوار وی نہ احساساتو
ننگرھار د تول افغانستان زرہ دی نہ د مسلم یار او نہ د زاخیلوال شخصی ملکیت دی نہ د عبداللہ او د صلاح پہ تصمیم پوری ترلی ۔ دغہ عمرانی او تعلیمی پروڑہ پہ ننگرھار کی وہ او انشا اللہ چی وی بہ پہ دی ھر خوک پوھیزی ھیخ دول احساساتی ھیاھو تہ خای نشتہ او تول افغانان باید د یوہ مطمئن او باوری یو والی روحیہ او صبغہ غورہ کری
ما ننگرھار، پکتیا بدخشان ھلمند، کندھا، زابل ، مزار، ارزگان ، ھرات او بامیان ، نورستان ، لغمان او ۔۔۔۔ لہ نڑدی لیدلی او سروے کری ھر ولایت خانگری طبعیت او موقعیت لری
زموز کمزورتیا باید پہ ولس او ھیواد تحمل نشی دا یو ستر او باعظمتہ ھیواد چی پہ سولہ او یو والی کی پراخ تنفس کولای شی
Afghanistan already have enough Mullahs, Mowlawies, Talibs and political Jehadies and producing more of the same will result in severe over production. Plus there is no need to speed competition between Saudi Arabia and Iran each funding their own political-faith-based graduates to compete with each other. A lesson should be learned from Pak-India rivalry there, severely damaging Afghanistan.
The best option will be to use the subject fund in non-political sector such as agriculture and technical fields, in dire need for Afghanistan.