تاند- نن /شنبه/ د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې لړۍ رسماً پیلېږي.

سره له دې چې د افغانستان د انتخاباتو کمیسیونونو د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ یا نهايي پایلې لا اعلان کړي نه دي، دا کمیسیون د ولسمشرۍ انتخاباتو ته، چې یوازې ۴ میاشتې ورته پاتې دي، تیاري نیسي.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکي لمریز کال د حمل/ وري په ۳۱ نېټه د ولسمشرۍ انتخابات وشي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې تراوسه پورې ۶ تنو د کاندیداتورۍ لپاره ورڅخه معلوماتي مواد اخیستي دي.

اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني، لومړنی کس دی چې مخکې تر مخکې یې اعلان کړی و چې راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته درېږي.

د ښاغلي غني ترڅنګ یو شمېر نور جدي او غیر جدي کاندیدان هم شته. د جدي کاندیدانو په منځ کې د ښاغلي غني د ملي امنیت د پخواني سلاکار حنیف اتمر نوم یادېږي.

ښاغلي اتمر هم په یوه مرکه کې ویلي چې ځان کاندیدوي.

په غیرجدي کاندیدانو کې د مالیې پخوانی وزیر انوارالحق احدي او یو شمېر نور کسان دي چې هر ځل ځان کاندیدوي او تر انتخاباتو وړاندې د بل کاندید په ګټه له نوماندۍ تېرېږي.

د ولسمشرۍ د کاندید لپاره شرط دا دی چې افغان وي، مور او پلار یې هم افغانان وي، عمر یې څلوېښت کلونو ته رسېدلی وي او په جنایت او بشري ضد اعمالو تورن نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *