تاند- امریکايي رسنۍ وايي چې د دغه هیواد له ولسمشر بارک اوباما سره به نن /د پنجشنبې په ورځ/ د پاکستان د صدراعظم محمد نوازشریف د خبرو مهمه موضوع د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتیژي وي.

د یو ایس ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، سپینه ماڼۍ وايي چې امریکا ته د نوازشریف سفر د اقتصاد، پانګونې او سوداګرۍ، اتومي امنیت، تروریستي ضد هلوځلو او د سیمې د ثبات په شمول په دوه اړخیزو مسلو کې د همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو فرصت دی.

نوازشریف یوه اوونۍ وروسته له دې له اوباما سره ویني چې امریکا له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو بهیر ودراوه.

د اوسوشیتید پریس خبري اژانس په وینا د امریکا ولسمشر په وروستیو ورځو کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پروګرام وځنډاوه ځکه چې دوې اساسي ستونزې یې لا نه دی حل کړي چې یوه له طالبانو سره د ربړې د سوله ییز حل لپاره خبرې دي او بله دا ده چې پاکستان لا هم طالبانو ته پناهځای برابروي.

د دغه خبري اژانس په وینا د ولسمشراوباما او صدراعظم شریف په خبرو کې به کوم د پام وړ پرمختګ ونه شي.

د اوباما او شریف په خبرو کې پر افغانستان سربېره بله مهمه موضوع د پاکستان د اتوي وسلې ده.

د یوه تازه راپور له مخې د پاکستان اتومي وسلې، چې په ۲۰۱۱ کې د ۹۰ او ۱۱۰ ترمنځ اټکلېدې، اوس ۱۳۰ ته زیاتې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *