تاند- د یوې ۹۹ کلنې ښځې عدلي معاینې وښوده چې د هغې د بدن د غړیو موقعیت له نورو انسانانو سره ټوپیر درلود.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دې ښځې، چې روز ماري بنټلي نومېده، نه یوازې دا چې ۹۹ کاله عمر کړی بلکې ۵ ماشومان هم لوی کړي دي.
د بنټلي له مړینې وروسته د پورټلنډ پوهنتون دطب محصلانو د هغې د بدن منځ د ازمېښتونو لپاره وڅېره، که ګوري چې له زړه پرته د بدن دننه نور ټول غړي یې په خپل ځای کې نه ول.
دا نادر او حیرانوونکی کشف په یوه کنفرانس کې اعلان شو.
دا ډول وضعیت (situs inversus) ناروغي نومېږي. کوم کسان چې دا ناروغي لري د زړه له خطرناکې ناروغۍ او نورو روغتیايي ستونزو سره هم مخامخ کېږي او عموماً یې عمر لنډ وي، خو بنټلي د نورو خلاف اوږد عمر وکړ.
د پورټلنډ پوهنتون محصلان وايي، کله چې یې د دې ښځې د بدن غړي کتل، دې ته یې پام شو چې د هغې د وینو د رګونو رنګ له نورو انسانانو سره توپیر لري.
د دې ښځې د بدن ټول داخلي غړي ښۍ خوا ته وو خو د وینو عجیبو رګونو ورسره مرسته کړې وه چې زړه یې ښه فعالیت وکړي.
د بنټلي کورنۍ له دې خبره نه وه. د هغې د کورنۍ غړي وايي چې دې نورمال ژوند درلود او ډاکتر ته هم عموماً د ارتروز د ناروغۍ لپاره تلله.
البته یو وخت ډاکترانو غوښتل چې د بنټلي د رحم یا زیلانځ د لېري کولو ترڅنګ د هغې اپنډیکس هم لېرې کړي خو د پنډیکس په موندلو یې بریالي نه شول.
ویل کېږي چې په هرو ۲۲ زره تنو کې ممکن د یوه انسان د بدن غړي پر خپل اصلي ځای نه وي.