اسلام راته وایي، حسد مه کوئ. حسد په ټولنیز ژوند کې هم ښه کار نه دی. که چا موټر اخیستی وي او زما یې مبارکۍ ته خوله د دې لپاره نه خلاصېږي، چې ګنې زه یې ولې نه لرم، رخه کوم.
ممکن د حسد لاملونه ډېر وي، موږ یې یو څو محدود په ګوته کوو.
د حسد یو لامل ځان غوښتنه ده. که زه یوه خبره کوم او خپله خبره راته نایابه مرغلره ښکاري؛ خو د بل نظر ته نېښداره خندا کوم د انانیت سوري ته ناست یم. زه داسې کس پېژنم، چې خپلې خبرې ته غټ ټېک مارک ږدي؛ خو مقابل کس که د ده د خبرې خلاف خبره وکړه، د بې عقل حکم پرې کوي؛ حال دا، چې ډېری وخت د ده د مقابل لوري خبره په تول پوره او د ده په ګټه وي؛ خو دی چې د نارسېزم په ناروغۍ اخته دی د دې وخت نه پیدا کوي، چې د مقابل لوري پ خبره فکر وکړي.
د حسد بل لامل ممکن راحت طلبي وي. که زه په کور ناست یم، دا هم غواړم، چې د اوداسه اوبه دې د کور بل غړی راته راوړي او یو بل کس لګیاه دی، شپه او ورځ یې پر ځان یوه کړې، زحمت باسي نتیجه دا شي، چې هغه پرمختګ وکړي او زه پر شاتګ وکړم. غالباً د رحمن بابا بیت دی، چې د رخې دغه لامل ته ښه نسخه کېدای شي:
بې زحمته راحت نشته زما وروره
که راحت غواړې زحمت دلره بویه
ډېر کله د یو چا پر بل چا رخه په دې راځي، چې مقابل لوري، چې څه تر لاسه کړي دي دی یې په تر لاسه کولو کې راحت طلبي کوي، بالاخره خبره دې ته رسېږې، چې رخه یې تر منځ خپل تار غځوي. راحت طلبي، چې ډېره شي په عادت واوړي. په عادت، چې واوړي بېکاري رامنځ ته کوي؛ بېکاري بیا تر حسد هم لویه بلا ده. روسي متل دی، چې بېکاري شیطاني فکرونه زېږوي. که زه د یو چا تر مخ هغه ته خوش و بېش کوم او په زړه کې ورته د ماتې سل لارې لټوم، د هغه مخې ته دغه تظاهر به لنډ عمر وکړي. ممکن زما پر دغه خړ نیت یو وخت پوه شي.
د حسد یو لامل د فکرونو اختلاف دی. دا طبیعي ده، چې د یوه څیز یا خبرې په اړه د دوو وروڼو فکرونه مختلف وي. د نوموتي فرانسوي لیکوال ولتر په اړه مشهوره ده، چې کوم وینا کوونکي ته یې وویل: « ستا له وینا پوره ناخوښ یم؛ خو د ژوند تر پایه به ترې دفاع کوم، ځکه ستا نظر او حق دی.» که د مقابل لوري نظر ته احترام ونه کړو پر دې هم فکر پکار دی، چې زما نظر به هم نورو ته د کاڼي کرښه نه وي. د نورو فکر او نظر ته احترام ټولنه د یو، بل منلو پر لور بیایي.
دا هم د حسد لامل کېدای شي، چې له یو چا سره ډېر تعارف ونه لرو یا ډېره ناسته پاسته مو نه وي ورسره. په دغه حالت کې ممکن مقابل لوری له موږ سره هسې، چې لازمه ده دلچسپي و نه ښيي او موږ دا احساس کړو، چې ګنې ځان ویني او بل نه. شاید دا به مو تجربه کړې وي، چې د همدغه کس له سم پېژندلو وروسته تر ډېرو، ډېر ځان پر موږ ګران کړي. د دغه حالت سره د نه مخامخېدو له پاره پکار ده، چې لوری دقیق و پېژنو.
که د حسد زړی مو په زړونو کې زرغون نه شي دا امېد شته، چې د یوې مترقي ټولنې شاهېدان و اوسو.
د ۱۳۹۸ د سنبلې ۱۳ مه