ژباړه: حمیدالله حمیدي
هڅه وکړئ له نورو سره ځان پرتله نه کړئ؛ ځکه دغه کار مو پر ځان باور ته زیان رسوي. دا سمه ده چې په زده کړو او ځینو نورو برخو کې سیالي کول او ځان پرتله کول به ستاسو په ګټه وي، خو که دغه څه هم له ټاکلې اندازې واوړي ستاسو پر زیان تمامېږي، نو ښه خبره ده چې په دې برخه کې د اروا پوهانو خبرو ته غوږ کېږدئ.
ځان پرتله کول د ډېری کسان ورځنی عادت ګرځېدلی، خو دې ته یې پام نه دی چې دا تر ټولو بد عادت دی او پر زیان مو تمامېږي. ځیني هڅه کوي چې په دندو، ښایست او مالي برخه کې له نورو سره ځان پرتله کړي او په اخر کې دې پایلې ته رسېږي چې تر نورو ځان ټیټ احساس کړي او دغه چاره پر ځان باور له منځه وړي.
ليون فسټینگر هغه عالم دی چې له نورو سره یې د ځان پرتله کولو نظریه وړاندې کړې دي. نوموړی عالم پر دې اند دی چې ځان پرتله کول د هر انسان په خټه کې نغښتی عادت دی.
ارسطو ۲۰۰۰ کاله د مخه د ځان پرتله کولو د زیانونو په اړه خپل نظر وړاندې کړی دی. انسانان یو بل ته د هندارې په څېر دي چې کولی شي خپل ځانونه په کې وویني. دا چې تاسو له نورو څومره غوره یاست، هغه وخت پوهېږئ چې له ځانه ټیټ خلک ووینئ.