د زابل اوسیدونکی وایی نوی ولسمشر باید خپلو ژمنو ته وفاداره پاته شی او
هغه ژمنی چی خلکو ته یی ورکړی ورته په عامل کی وښیی ، دیادو اوسیدونکو په
خبره اشرف غني احمدزی باید دهیواد دسیاسی او قتصادي بهران دلمنځه وړلو په
موخه خپلی هڅي کړندي کړي ، دغه راز دغه اوسیونکی وایی دواړه مشران باید
دزابل دخلکو ټولنیزو ستونزوته رسیدګي وکړي .
دټاکنو د اوږی او جنجالي پروسی نه ورسته په خلکو کی نوي هیلي او
اومیدونه را پیدا کړي او دهیواد اکثره اوسیدونکی ددواړو مشرانو څخه
بیلابیلی غوښتني لري ، ځیني خلک دسیمي دبیا رغونی روغیتیا او بریښنا
دجوړولو غوښتني کوي او ځيني بیا دسیاسی ثبات لپاره ددواړو مشرانو هڅي
مهمي بولي ، دزابل اوسیدونکی هم ددواړو مشرانو څخه دترسره شویو ژمنو
دپوره کولو غوښتنه کوي ،
یاد اوسیدونکی وایی دهیواد دسراسري سولي دراوستلو لپاره باید نه یوازي
دولت بلکي عام خلک ددولت ملاتړ وکړي ، دغه اوسیدونکی وایی افغانستان ۳۵
دیرش کلنۍ جګړي ځپلی او نور خلک دجنګ څخه ستړي شوی او سولي ته اړتیا لري
، دیادواوسیدونکو په وینا نوی افغان ولسمشر باید ترټولو دپوهني پرډګر
زیات کار وکړي ځکه ددوی په خبره علمیت دیوي ټولني دترکۍ سبب ګیدلای شی ،
دغه اوسیدونکی دغه راز ددولت سره په هره برخه کی دمرستي ژمنه کوي او
زیاتوی چی دخپل دولت ترشا به دریږي ترڅو په هیواد کی سوله او ثبات رامنځ
ته شی