له هغې ورځې راپدیخوا چې افغان ولسمشر دلوړې مراسم ترسره کړي او رسماً يې دهېواد واګی په لاس کې اخیستي تر دمه يې ټولې کړنې او فعالیتونه دپام وړ ښه دي، دچارو دلاسمون ،په هېوادکې دسولې،امن ،ثبات او یوې غښتلې ادارې درامنځته کیدلو په موخه لا ډیر زیات کار ته اړتیاده چې باید ترسره شي.
موږ په تېره لسېزه کې دبریاؤ ترڅنګ دګڼ شمېرستونزو او ناخوالو تجربي په مخکي لرو،له بده مرغه دوخت اداري چندان په جدیت سره خپلې چارې پرمخ نه وړلې، په ادارو کې مقرري د وړتیا پر ځای د روابطو او پېسو په اساس ترسره کیدلې، دپېسو او نورو معاملو په زور راغلونااهلو کسانو بیا دخپلو جیبونو دډکولو په موخه دهمدې مظلوم ولس په مرۍ چاړه راښکله ، پراخ اداري فساد، ددولت کمزوري اونرم دريځ ددې لامل شو چې په هېواد کې حالت خراب او دجرمونو کچه لوړه شي، همدا لامل ؤ چې دهېواد په ګوت ګوټ کې دناامنیو ،وژنو ،قتل،سړي تښتونو ،غلاؤ … اونورو غیر قانوني کړنو خلک تر پوزې را ورسول.
له بده مرغه چې دناامنیو وژونکې لړۍ لا هم په ډیره بې رحمي زموږ دو لسونو ارام ژوند نارامه او تریخ کړی دی،هره ورځ مو دغم ورځ وي، له ولسمشره موهیله ده چې دې بدبختیو ته دپای ټکي کېښودلو په موخه کابېنه څومره چې ژر کیږي اعلان او د لوړ پوړو چارواکو مقررۍ ترسره کړي،دستونزو دبېړني حل په موخه د وزراتونو په سطحه یو کمیسیون جوړ او د ټولو ولایتونو دستونزو دبرسۍ لپاره يې هر ولایت ته واستوي،دهر وزارت نماینده دي په ولایت کې دخپل ریاست ستونزې ،لاسته راوړني ،ادار تشکیل ،غوښتنې اونور هغه چې ددوی کارونه يې ټکني کړي له نږدي وګوري، که امکان وي ستونزې دي په ولایت او یا هم دمرکزي ادارو څخه په مرستي ژر ورحل کړي، او مسؤلین دې خپلو دندو ته متوجه کړي،دتېرې لسیزې له تجربو په ګتې اخیستنې سره دي ټول هغه کسان چې دوړ تیا او اهلیت پر بنا نوي مقرریږي، په هرو شپږو میاشتوکې یو ځل ارزیابي، دلاسته راوړنو په صورت کې دي تشویق او د نه لاسته راوړنو په صورت کې دې دنوموړي په دنده غوره وشي
دعدلي او قضايي ارګانونو داصلاح او سمون په برخه کې دې جدي اقدامات ترسره شي،ځکه دهمدې ارګانونو بې عدالتیو ،فساد او بیدریغه رشوت غوشتنې خلک اړکړي چې ددولت په مخالفت لاس پورې کړي او د وسلوالو ډلو سره چې دګران هېواد امن ګواښي یو ځای شي،داسې ډیرې بېلګې لیدل کیږي چې خلک دخپلو ستونزو دحل لپاره ددې ارګانونو پر ځای ددولت وسلوالو مخالفینو ته مخه کړي او هغوی هم پرته له رشوت،ځنډ او نورو بې عدالیتو دستونزې په حل کې ورسره مرسته کړې، چې دې کړنې په خلکو کې دوسلوالو مخالفینو لپاره دنفرت پرځای دمیني کښت کرلی دی،نوی ولسمشر دې تر بل هرڅه لو مړی دهمدې ارګانونو اصلاح او سمون ته توجه وکړي.
په مقرریو او منفکیوکې دې دهر راز لاس وهنې او مداخلې څخه په جدیت سره مخه ونیول شي،ځکه اوس موږ ګورو چې تر ډیره داهلیت پرځای روابطو او پېسوته لومړیتوب ورکول شوی دی، د وړ کسانو پرځای چې ددې خاوري او ملت سره مینه لري،دکار او خدمت وړتیا لري پاتي او برعکس هغه خلک چې هدف يې دخدمت پر ځای یوازې دجیب ډکول وي دهمدې لاس وهنو او بې ځایه مداخلو پر بنسټ مقرر شوي دي، چې دې کړنې هم تر دیره دعام ولس با ور پر افغان دولت کم کړی دی.