د ډاکټر خالد حاتم ډېر منندوى يم چې د پروفيسر عمران احسن خان نيازي له درسه يې خبر کړم او ورته د کېناستو واسطه مې شو. نه يوازې د همدغه کار له پاره – چې زما له نظره ډېر غټ کار دى- بلکې د هغه د ډېرو علمي پېرزوينو منندوى يې هم يم.
پخوا مې د عمران احسن خان نيازي کتابونه لوستي وو. د هغه له ISLAMIC JURISPRUDENCE او OUTLINES OF ISLAMIC JURISPRUDENCE څخه مې د تقليد په بحث کې ډېره استفاده هم کړې، نه يوازې استفاده، بلکې د هغه بحث روح، د نيازي له دغو کتابونو اخيستل شوى. د هغهTHEORIES OF ISLAMIC LAW ډېر په زړه پورې کتاب دى. همدا رنګه د پروفيسر نيازيISLAMIC LAW OF BUSINESS ORGANISATIONS او THE CONCEPT OF RIBA AND ISLAMIC BANKING د اسلامي اقتصاد د اصلاح او قوت له پاره ډېر څه لري. نه يوازې د اقتصاد په برخه کې، بلکې له ټولې حنفي او اسلامي فقهې د پروفيسر عمران احسن خان نيازي صاحب فهم نوى دى. نيازي صاحب حنفي فقهې ته د عصر جامه ور اغوستې او په حاضر وخت کې يې د پلي کولو له پاره برابر کړى.
که څه هم نيازي صاحب د په حقوقو کې بچلر لري او يوه ماستري په اسلامي قانون کې لري، خو له اسلامي قانونه د ده فهم له ډېرو هغو کسانو چې له ديني مدرسو فارغ شوي او غټې لونګۍ يې پر سر دي، ډېر اوچت دى. نيازى يوازېنې معاصر فقېه دى چې د حنفي فقهې دغه ډول فهم لري. د نيازي په کتابونو او فکر ليکل به زما په څېر د علم شاګرد ته مشکله وي، ښه به دا وي چې زه يې په ليکنو له بحثه تېر شم او دا کار استادانو او پوهانو ته پرېدم.
د نيازي صاحب له کوم درسه چې ډاکټر حاتم خبر کړى وم د ماښام شپږ نيمې پيلېده، خو زه لږ مخکې ورته د بلاک مخې ته ودرېدم، چې په ټولګي کې د کېناستو اجازه ترې واخلم. په لار کې چې مې وليد، د سلام له پيل سره يې ډېر ښه روغبړ راسره وکړ. په ټولګي کې د ناستې اجازه مې ترې وغوښته، په ورين تندي او موسکا يې راته وويل ”حتما، دا خو ډېره ښه خبره ده”.
هغه ټول ټولګيوال په نامه پېژندل.په ټولګي کې يې له ما لومړى پوښتنه د نامه وه. بيا د دې له پاره چې زه خسته نه شم، په هر مثال کې به يې زه يادولم، کله چې به يې ما ته وکتل، موسکى به شو، د ټولګي مخې ته يې هم ودرولم او زما د تشويق له پاره يې راته وويل، نن به ته استاد شې!
ډېرى استادان خپلو شاګردانو ته يوازې هغه څه ورزده کوي چې دنده ورسپارل شوي وي، د نيازي صاحب درس داسې نه و، هغه غوښتل خپل شاګردان هر اړخيز وروزي. که څه هم د هغه موضوع فقهي قواعد و، خو ورسره يې د ماستري شاګردانو ته د رسالې ليکلو لارښوونه هم کوله. پروفيسر نيازى په ټولګي کې لږ شاګردان غواړي، خو همدا لږ کسان داسې روزي چې هر يو د ده په فکر پوه وي او خلکو ته يې استازيتوب وکولاى شي.
د پوهنتون په څلور کلنې دوره کې مې داسې استاد نه و ليدلى چې هر اړخيز معلومات ولري. نيازي صاحب مسلکا حقوقپوه دى، خو په اسلامي قانون کې کم نظيره برلاسى لري او له عمومي معلوماتو يې ښکاري چې د علم ډېر شوقي دى. د هغه مثالونه ساده خو له معلوماتو او معنا ډک دي.. په غربي قانون کې چې به غږېده، داسې به ښکارېده لکه همدا چې يې مسلک وي، چې په اسلامي قانون کې به يې خبرې پيل کړې، ليدونکو داسې ګومان کاوه چې ټول عمر يې د اسلامي قانون په لوستو تېر کړى، د معاصرو شخصيتونو په هکله همدا رنګه، آن د انجيل پوره جملې يې په پوره دقت ويلې..
ما د سترو شخصيتونو په هکله ليکنې کړي، د هغوى کتابونه مې لوستي او د ځينې تصويري خبرې مې هم اورېدلي، خو تر اوسه له دغسې ستر شخصيت سره نه وم ناست. ما چې خپله ټولنه کې ځينو ته کتل، داسې ګومان مې کاوه چې ستر شخصيتونه به له چا سره خبرې نه کوي، ټوکه خو بيخي نه کوي، فلم نه ګوري، بل هېڅ کار به نه لري، يوازې دى به وي او کتاب.. خو د نيازي صاحب په ليدو پوه شوم چې ستر شخصيتونه دا هر څه کوي، ټوکه هم کوي، مقابل لوري ته -ولو که کشر هم وي- په درنښت قايل وي او ډېره توجه ورته کوي، خبره يې ښه اوري او قانع کوونکي ځواب ورکوي..
د خداى پامانۍ په وخت کې نيازي صاحب راته وويل چې د برېښنا کاشف تامس اډيسن وايي “نبوغ يو فيصد تاثر او نهه نوي فيصده خولو او هڅې ته اړتيا لري” خو زه (نيازى) وايم چې فقه نهه نوي فيصده تاثر او يو فيصد هڅې ته اړتيا لري.. راته يې ويل چې ته تاثر لرې ان شا الله فقه لاسته راوړې.
کله چې مې له دغه ستر شخصيت سره ليده کاته وشوو، له ځان سره مې وويل چې عمران احسن خان نيازى داسې نه دى پېژندل شوى، څنګه چې بايد پېژندل شوى واى.. خو دا د مسلمانانو عمومي مشکل دى.. د يو چا په سترتوب هغه وخت اعتراف کوي چې مړ شي..
د نيازي په ژوند کې يې قدر ونو شو او چا يې د شخصيت عظمت درک نه شو کړاى، له وفاته وروسته په اهميت خلک پوه شي او راتلونکى نسل به يې په عظمت قايل شي..
جلالی صاحب! ډېره مننه چې د جناب نیازی صاحب په هکله مو دا ښکلې لیکنه کړې ده. محترم نیازی صاحب واقعا چې اوچت عالم او فقیه دی. ما ته یې هم دوه مضمونه درس راکړی دی چې دده له درس نه مو واقعا خوند اخیستلو او دده د شاګردی ویاړ لرم. الله تعالی یې تل بریالی، سرلوړی او د اووږد ژوند خاوند کړي.