شاوخوا ۷۰ افغان محصلینو د لیسانس او ماستری په کچه له نړیوال اسلامی پوهنتون اسلام اباد څخه د مختلفو پوهنځیو له لوستلو وروسته فارغ شول او د فراغت سندونه یی تر لاسه کړل.
دغه غونده چی د افغان محصلینو د اتحادیې په نوښت جوړه شوی وه د تل په څیر د لوی څښتن د کلام په څو مبارکو ایتونو پیل او ورپسی ملی سرود وغوږول شو ،یادی فراغت غوڼدی ته د ولس مشر ځانګړی استازی او په اسلام اباد کی د افغانستان لوی سفیر شاغلی ډاکتر حضرت عمر زاخیلوال ، مرستیال سفیر زردشت شمس ، یو شمیر نور افغان ډیپلومان ، د پاکستان د لوړو زده کړو استازی شاغلی دوکتور وسیم هاشمی ، د نړیوال اسلامی پوهنتون مرستیال مشر دوکتور اقدس نوید ، د یاد پوهنتون استادان ، او یو شمیر رسنی وربلل شوی وی .
غونډه د افغان محصلینو د ریس شاغلی نصیر احمد دورانی په وینا پیل شوه او محصلینو ته د مبارکی او ښه راتلونکی تر څنګ یی میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د اتحادیی په استازیتوب یی له ټولو منندوی وکړه چی په غونډه کی یی ګډون کړی ده .
وروسته په یاد پوهنتون کی افغان استاد دوکتور فضل الرحمن عبدالغفور فارغ شویو محصلینو ته مبارکی وویله او د پوهنې په اړوند یې د قران او احادیثو په رڼا کی خبری وکړې او د هیواد ناخوالو ته په کتو یې د هغوی په ورسپارل شوي مسولیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې یوالی او اتحاد مو هیواد په خپل ځان بسیا کولای شی.
وروسته په اسلام اباد کی افغان سفیر او د ولس مشر ځانګړې استازې ډاکتر حضرت عمر زاخیلوال فارغ شویو افغان محصلینو ته د مبارکی تر څنګ د پاکستان له هیواد نه منندوی وکړه او د دوو هیوادونو په ښو اړیکو یې ټنګار وکړ او هیله یی وښوده چې اړیکې نورې هم ښی شی ، هغه د خپلو خبرو په لړ کی د ملی ارزښتونو په ساتلو هغوی ته په احترام او ملی یوالی ټینګار وکړ او ویی ویل چی تاسو کولای شی چی هیواد د یوه مثبت بهیر په لوری رهبری کړی .
ورپسی پاکستان د لوړو زدکړو استازی دوکتور ویس هاشمی او د نړیوال اسلامی پوهنتون مرستیال دوکتور اقدس نوید په خپل وار خبری وکړی د مبارکې تر څنګ یی په دوستانه اړیکو ټینګار وکړ او ویی ویل چی د پاکستان هیواد به د علم او پوهی په برخه کی خپلو مرستو ته ادامه ور کوې او لړۍ به جاری ساتی
غونډه د نړیوال اسلامی پوهنتون په علامه اقبال ایډیټوریم کی جوړه شوی وه چې ترانو ، غزلونو او علمی ټوټو یی د غونډی د مینوالو پام ځانته را اړولی وو.
هیره دی نوی چی د سفارت له خوا د افغان محصلینو د اتحادیی د ریس په ګډون یو شمیر میلمنو ته راوړل شوی تحفی ورکړل شوی او په پایله کی د سفیر په لاس ټولو فارغ شویو محصلینو ته شیلډونو او ستاینلیکونه توضیع شول همدارنګه د افغان محصلیو د اتحادیی له لوری ځینی تحفی او ستاینلیکونه د سفیر په ګډون یو شمیر راغلیو میلمنو ته هم ور کړل شوی.
نړیوال اسلامی پوهنتون اسلا اباد چی په ۱۹۸۰ کال کی تاسس شوی د نړی د شاوخوا ۴۰ هیوادونو د محصلینو کوربتوب کوی ، ټولټال ۹ پوهنځی او ۱۴۳ مختلفی څانګی لری چی هر کال په سلهاوو محصلین فارغوی.
دغه شانداره غونډه د ۲۰۱۸ میلادی کال د می په لسمه نیټه د ماپشین په ۳ بجو پیل او د مازیګر په ۶ بجو د دعایی په ویلو سره پایی ته ورسده .
راپور: حضرت الله احسانی MSCS نړیوال اسلامی پوهنتون اسلام اباد باکستان