هرات به مو لیدلی وي، کنه په اړه به مو حتمي اوریدلي وي چې څومره اباد دی. په لومړي ځل لیدو سړی فکر نه کوي چې ګنې دا به هم د دې ویجاړ افغانستان یوه برخه وي.

د ښار پاکوالی، د خلکو تعلیمي سویه، خپلمنځي برخورد او ډیر نور هغه څه دي چې سړی اغیزمنوي. دا هر څه مې په دې یاد کړل چې دا به د ځايي حکومت کارنامه وي او کنه، خو د هراتیانو د بیداري نښه حتمي ده.

دغه حالت سړی ځکه دردوي چې موږ ولې په دغسې مثبتو او ښو کارونو کې سیالي نه کوو، چې ټول عمر په ویجاړۍ پسې نښتې یو او یو له بله میدان ګټو. لرې به نه ځو، تازه همدې څو ورځو کې د هرات وروستي بدلونونه ګورو.

هراتیانو په پرله پسې هڅو او کلکې ارادې پر والي سربیره شل نور لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړل او هغه د چا خبره خبره یی له شلو هم واړوله. دا د ولسمشر کمال مه بولئ، بلکې د هرات د بیداره ولس غښتلې اراده وه چې په یوه غږ راپاڅیدل او تر هغې پسې شول چې ولسمشر په یوه ورځ تور او سپین سره معلوم کړي.

پر دې نه غږیږو چې پخواني والي فضل الله وحیدي به هرات ته څه کړي وي کنه، خو د هراتیانو لخوا یی ځوابول همدا معنا لري چې د هغو له پرمختګ غوښتنې معیار سره برابر شخص نه وو. اوس راځئ د ننګرهار حال وګورو، دا او هغه ولایت له جغرافیاوي، سیاسي او اقتصادي موقعیته ډیر توپير نه لري.

سرحدي والی، د خلکو علمي کچه، زراعتي او زیربنايي امکانات او نورې ځانګړنې هغه څه دي چې که سم کار ورته وشي، نو تر هراته ډیر ابادیدلای نه شي.

هو! خبره ټوله د ولس ویښتیا پورې غوټه ده، ننګرهار ته چې هر والي او بل چارواکی راغلی نو تر خپلې خوښې پایدلای، که یی کار کړی او کنه خو چا پرې غږ نه دی کړی، او د ولس دې چوپتیا فرصت طلبه چارواکو ته بیا د ځاني ګټو طلايي چانسونه برابر کړي.

فکر کوم که ننګرهاریان اوس هم له هراتیانو څه زده کړي، له شته چارواکو د حساب کتاب اراده وکړي، او له والي صیبه نیولې بیا تر ریسانو، ولسوالانو، قومندانانو او ښارواله وغواړي چې ولس ته د خپلو کړو کارونو او یا راتلونکو پروګرامونو حساب کتاب ورکړي او د خپلو کړو ژمنو د نه عملي کولو سپیناوی وکړي، نو په یقین چې د یوه ښه راتلونکي بنیاد به مو ایښی وي. دې برخه کې د ځايي رسنیو رول هم بې څه نه دي، ځکه د دوی په پرلپسې هڅو د ولس اراده هم غښتلې کیدای شي، که دوی د ولسي غږ غبرګولو تګلاره ونیسي او ولس خپلو روا حقونو غوښتلو ته وهڅوي، نو هر مقتدر به یا کار ته حاضریږي او یا به د فرار لاره لټوي.

One thought on “له هراتیانو یې زده کړو/ یحیی یعقوبي”
  1. وروره په ننګرهار خو دوی ښی مزی وکړی نوش جان
    خلکو فکر کوو چی ګل اغا کار کوی خو داسی نه وه دی ځوان د هسی د خلکو سترګو ته شګی شیندلی کومکی پیسی چی ننګرهار ته راغلی نه پوهیژم جی په کومه لار لاړی که چیرته دا پیسی په خوژ ننګرهار لګیدلی وی نو اوس به دوبی وه ځکه جلال اباد یو کوچنی ښار دی که په سمه توګه ورته کار شوی وه نو اوس به د بل هر ښاره نه ښکلی وه همیشه بهار خپله خدای ښایسته دی ځینی د ټوپک خاوندانو ندی ښاسیته کړی
    په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *