تاند، شنبه، د ثور ۱۳مه: د کابل طبي پوهنتون یوې ډلې د کورونا نارغانو په درملنه کې اړین ماشین یا وینټيلاټور چې په افغانستان کې یې په شدت سره کمی احساسېږي، جوړ کړی دی.

د کابل طبي پوهنتون د ډاکټرانو په وینا دوی کولی شي په دریو ورځو کې د مصنوعي ساه اخیستنې دا ډول ماشین چې نړیوال بازار کې يې بیه ۳۰ زره ډالره ده، دوی په کابل کې په ۳۰ زره افغانیو جوړ کړی دی.

خو دا ماشین لا تر اوسه د ناروغانو لپاره استفاده شوی او امتحان شوی نه دی، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د روغتیا وزارت د هرات د روباټ جوړوونکو نجونو لخوا جوړ کړی وینټيلاټور غیر معیاري بللی و.

تر اوسه د روغتیا وزارت د دغه وینټیلاټور په اړه چې په کابل کې جوړ شوی دی څه نه دي ویلي، خو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالتواب بالاکرزی یې معاینې او لیدو ته ورغلی و.

افغانستان دا مهال په ۳۴ ولایتونو کې د کورونا د ناروغانو لپاره ۳۰۰ وینټيلاټورونه لري او د ۵۰۰ نورو وینټيلاټورونو د اخیستلو منظوري څو ورځې وړاندې د تدارکاتو د ادارې په ناسته کې د ولسمشر لخوا ورکړل شوه.

ټوله نړۍ دا مهال د وینټيلاټورونو له کمښت سره لاس و ګرېوان ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *