محمد خالد نجیم –
شايد افغانستان د هغو ټولنو په سر کې راشي، چې تر ډېره يې ځوان کهول له ياده ايستل شوی او هېڅ ډول پام ورته نه کېږي. نالوستي توب، د زده کړو زمينې نه برابرېدل، وزکارتيا هغه لوی عوامل دي، چې ځوانان يې له څو اړخونو متضرر کړي او دې ټول زمينه برابره کړې، چې يا د وسله والو په ليکو کې ورګډ شي، يا په رواني ناروغيو اخته شي، معتادين شي، بهرنيو هېوادونو ته کډه شي، په قاچاق او ناوړه کارونو لاس پورې کړي او د بل د لاس اله وګرځي.
د اګېست ۱۲مه د ځوانانو نړيواله ورځ وه، خو دا ورځ په افغانستان کې نوې نوې لمانځل کېږي او هېڅ راز داسې ګام پکې نه پورته کېږي، چې د ځوانانو د ژغورنې لپاره يو ښه زېری او پيغام ورکړي. هرڅوک په خپل وس لاپې شاپې وهي.
ځوان کهول د ټولنې د ملا اساسي تېر او همدا ډول د ټولنې د رغونې او راتلونکي اصلي بنسټ ګڼل کېږي، چې بيا همدغه ځوانان ټولنو ته نجات ورکوي، همدوی يې د مبارزو له لارې پر مخ بيايي او نه پرېږدي، چې نور ولسونه پرې ور وبلوسي او په حريمونو يې تېری وکړي.
له تېرې يوې لسيزې نسبي سمسمکي د مخه افغانستان د کار لپاره هېڅ راز ځوانه نيرو نلرله، د لوستو کسانو شمېر پکې ځکه په صفر حساب وو، چې يونسل يې د ټوپک تر سيوري لاندې را لوی شوی وو او د ټوپک او مرمۍ له نوم پرته يې بل څه نه ووليدلي، همدا ډول د جګړه مارو تر نوم پرته يې بل څه نه پېژندل. دا په داسې يوه هېواد کې و، چې د قلم او کتاب پر ځای به يې د لويو او وړو سوداګرو کاربار د مرميو او ټوپکو واردات وو. لسيزه د مخه هېڅ زلمی له ټوپک پرته نه ويدېده او هېڅ افغان زلمي د ښونځي او زده کړو لپاره زمينه نلرله.
دتېرې يوې لسيزې په جريان کې تر يوه بريده ورته کار وشو، ځوان کهول ددې ترڅنګ چې په پوهنتونونو کې په کور د ننه او بهر بوخت شو، په ملي پوځ او ملي پوليسو کې يې لويه برخه تشکيل کړه، د کورنيو د مسووليتونو ترڅنګ په ادارو کې هم ډېريو ته درانه مسووليتونه ورسپارل شول او هغو ته چې ور سپارل شوي هغوی خپل کار په ايماني ډول تر سره کړی هم دی، خو د افغانستان په دې نفوس کې بيا هم کم ګومارل شوي او بوخت شوي دي.
لويه بدبختي داده، چې دلته يوازې په څو لويو ښارونو کې د ژوند لپاره زمينه برابره شوه او دغه زمينه د لويو ښارونو تر دروازو د باندې ونه وتله. د هغو زلميانو اړيکي هله له خپل کور کلي سره پرې شي، چې کله د ښوونځي دوولسم ټولګی په خپل کلي کې بشپړ کړي او ښار ته خپل بار بستره را وتړي. د دوی ډېريو بيا يوازې هډونه خپل کلي ته وړل کېږي، ځکه چې د دوی د ډېريو اړيکي له خپل کلي سره شليږي.
يوه لويه ننګونه چې په دغه يوه لسيزه کې د ځوان کهول پر وړاندې پرته پاتې شوه، هغه وزګارتيا ده، چې له امله يې د دوی هر يو يا د وسله والو مخالفينو ليکو ته داخل شوی او يا هم په نشه يي توکو روږدی شوی، چې دغه کارونه يې بيا تر نورو د ټولنې لپاره يوڅه خطرناک پرېوځي، ځکه چې دوی بيا د ټولنې لپاره په ناسور ټپ بدليږي او بېرته په خپله ټولنه کې ورانکاريو ته لاس اچوي او يا هم د ټولنې په اوږو بارېږي.
ددې خاورې د ځوان کهول يوه لويه کتله معيوبين جوړوي، ځکه هغه نيرو چې استفاده ترې ونشي او يا د ټولنې په اوږو بارو وي او ضرر توليد کړي، دې ته معيوب ويل کېږي.
د ځوانانو په نشو روږدې برخه، په افغانستان کې د معتادينو شمېر تر يونيم ميليون رسيږي، چې په منځنۍ توګه ددوی يوميليون يې شايد ځوانان تشکيل کړي او دغه شمېرې ددې پر ځای چې کنټرول شي، ځکه لوړيږي، چې د مخنيوي لپاره يې منظم پلانونه نشته. د وزګارتيا له امله يوه بله لويه اندېښنه چې ځوروونکې ده، هغه رواني ناروغۍ دي، چې د ملګرو ملتونو د وروستيو شمېرو پر بنسټ په افغانستان کې کابو يو ميليون مټور په رواني ناروغيو اخته دي.
د وسله والو په ليکو کې هم تر ۵۰زره پورې جنګيالي ځای پرځای دي، چې شايد تر ۴۰زرو پورې يې همدا ځوانان تشکيل کړي. همدا ډول تر دريو ميليونو زيات افغانان په بهرنيو هېوادونو کې په کډواليو کې ژوند کوي، چې يوميليون يې ځوانان حساب شي، د ټولنې يوه ستر کلته په خورا ناوړه حالت کې ده، چې ژغورنې ته جدي اړتيا لري.
د وژنو ګراف خو په دولتي او مخالفو لوريو کې تر بل هروخت زيات دی او دغه قرباني بيا هم افغان زلمي ورکوي، ځينې يې د مخالفينو په نوم او ځينې يې بيا د هېواد او خاورې د ساتونکو په نوم، خو وژنه يوه ده، دواړه هغه مټې اخلي، چې که د هېواد په رغونه او سمبالتيا کې وکاريږي، تر ټولو به ډېرې اغېزناکې پرېوځي او دا ورانۍ به پای ومومي.
تر يوه بريده په افغانستان کې ځوانان د ځينو کړيو له لوري د هغوی د شومو اهدافو لپاره هم استفاده کېږي، دا ځکه چې دوی خپلو موخو ته د همدې نيرو په وسيله ځانونه رسوي او هغوی تر پښو لاندې کوي.
په سياسي او مدني فعاليتونو کې د ځوانانو ونډه هغومره پراخه نه ده، لکه څومره چې ورته اړتيا ده، په ښارونو کې مېشت د ګوتو په شمار زلمي د ټول افغانستان د هغو کليوالو چې په جګړه کې دي، چې په نشو روږدي دي، چې نالوستي پاتې دي، چې وزګار دي، چې په کډوالۍ کې دي، ځواب نشي ويلای او نه هم د ټولو رول لوبولی شي.
اوس پکار ده، چې حکومت د ځوانې نيرو د کنټرول او د هغه د بسيج کولو لپاره منظم پلانونه تر لاسه لاندې ونيسي او له دې ناتاره يې نور وژغوري. دا ولس پيغامونو او شعارونو ته اړتيا نلري، بلکې کوټلي ګامونه بايد پورته شي او د حل لارې چارې ولټول شي.