اکبر کرګر

۱

زموږ جغرافيايي قلمرو چې کله اريانا او بيا افغانستان ونومول شو، انسان پکې د تاريخ نه تر مخه ژوند کړى او د ژوندانه له پيله د تورتم او روښنايۍ د سختې او بې رحمه مبارزې شاهد دی.

اريايي اسطورې وايي: 

«در آغاز نورى بود، که آن ماهيت و اصل همه اشيا بود و در وراى ثواشه (مکان يا سپهر) زروان (زمان) مقر داشت، نور موجوداتى نوراني ورباني بيافريد که بزرگترين انها زروان (زمان بې پايان) بود که اورا زروان بيکران و زروان درنگ خداى ميناميدند، زيرا سلطنت او ابدي و دايمي است. 

پس زروان بيکران هزار سال قرباني کرد تا در بطن او دو فرزند پديد امد؛ يکى اورمزد که به برکت قرباني خلق شده بود و ديگري اهريمن که ثمره ديد و وسوسه اى بود که ګاهګاه در دلش راه مييافت. زروان نزد خود ګفت، هريک ازاين دو فرزند زودتر نزدمن بشتابد بادشاهي عالم را بدو خواهم داد.

شکنجه و اميد، ۳ مخ.

۲

اسلام د ساميانو په لاسبرې او سلطه په شرقي ټولنو ټولې ځانګړنې راوتپلې. دا ځانګړنې د ساميانو د ځانګړو جغرافيوي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو شرايطو مولودې وې، د هغو په فرهنګ او هنر کې هم دغو ځانګړنو انعکاس کړی دى. ساميان غالباً تند مزاجه، قهرېدونکي، حساس او تېز دى. د هندي او اريايي او د ساميانو اختلاف په دې کې دى چې هندي اريايي ډېرې څرګندې اريايي ځانګړني لري، د ټولو حساسيتونو او کوچنيو باريکو مسايل چې د هغوی په فکر او خيال کې دي (په فلسفه، مذهب، هنر او موسيقي) څرګند دي يعنې اساساً ارام او صبور انسان دى. يو پراخه ارامي او دوند صبر او زغم پکې شته، خو برعکس عرب انسان تند او قهار دى، غم يې تند دى، عشق يې تند دى، کينه يې تونده ده، قضاوت يې توند دی، جنګ يې توند دى. د يو عرب ځانګړنې له توندۍ سره يو ځاى دي.

ملاحظاتی در تاريخ ايران ع.م. فطروس. ۵۹ مخ.

۳

په سيسستان باندې په حمله کې خلکو ډېر مقاومت وکړ. عربو سخت له قهر او خشونت نه کار واخيست. ربيع بن زياد د عربو سردار د خلکو د ډار او ترهې لپاره امر وکړ، چې د مړو دېوال جوړ کړي او بیا ترې تکیه ګاه جوړه کړي. ربيع بن زياد پورته شو او په مړو کښېناست. په دې ډول عرب په سيستان کې ټينګ شول او هر کال به په مليونونو درهم د هغه امير ته ورکول کېدل.

پخوانی اثر، ۷۴ مخ.

۴

په سيستان کې زردشتيانو باور درلود چې اهريمن د ورځې نه ليدل کېږي خو کله چې د ربيع بن زياد لښکرو د سيستان د خلکو په وينو ژرندې وګرځولې او پر مړو په فاتحانه انداز کښېناستل، د سيستان حکمران له څو تنو بدانو سره ورنژدې شو، له اسونو ښکته شو، د زرنج څو تنه مشران هم ورسره وو. موبدان هم ورسره و، په ځمکه يې فرش وليده، غوړېدلی فرش، بې واره شو، بې واره شو او خپلو ملګرو؛ موبد او موبدانو او د زرنج مشرانو ته يې مخ واړاوه، هغه د عربو پر سردار سترګې لګيدلې وې، د سيستان پر ځمکه يې د مړو ډېرۍ لیدلې وې.

په رېږدېدلي او بې اختياره غږ يې وويل: «وايي چې اهريمن د ورځې نه لېدل کېږي، دغه دی، اهریمن اوس پر ورځ هم لیده شي… .»

ربيع د هغه د خبرو ترجمه واورېده، په سړه سينه يې ورته وکتل او يوازې ترخه خندا يې وکړه.

۵

ضحاک ماران

ضحاک ماران چې د دې سيمې د افسانوي فرعون په توګه هر څه خپله پيدا بلله، د خپلې خودۍ په سمندر کې په داسې بې خودۍ او بدمستۍ اخته و، چې د ژڼو او زلمو ماغزه د هغه د اوږو د مارانو خوراک وو، خو کله چې يي د زر کاله پاچاهۍ په سبا د هغه د وجود د ننني ابليس له خپل کرداره ترهه ومونده او د خپل دننه سره په جګړه اخته شو، نو له خپله ځانه ووېرېده، خوب يي وليد، چې د جنګيانو له نسله درې مېړونه رااوچت شول، هغوی په پوره متانت د ضحاک پر سر ګرز راواچولو، ضحاک په همدې خوب د خپل کار پای وليده، هغه خپل ليدلی خوب د زمان ټولو عاقلانو، هوښيارانو، حکيمانو او خبرلوڅو ته څرګند کړ. له هغو نه د يوه مو بد زړه ټينګ نه شو او د خوب په تعبير کې يي وويل:

هغه چې تا له تخته غورځوي او تا د خاورو غېږ ته ننباسي، فريدون نومېږي. نو ضحاک له خپلې وېرې ژوندي پرېنښودل، ميندې يي بورې کړې. هغه چې د ضحاک د مغزو په کنډول کې يي بايد اوبه څښلې وای، د هغه مور په غرونو او دښتو سر شوه، مور يي فريدون وزېږاوه او لوی يي کړ.

***

فريدون د ضحاک د ژبې ورد شو، هغه به له خپل ټول کبر او غرور سره بيا هم ويل: «له ما سره دننه يو دوښمن دی او دا راز هوښيارانو ته څرګند دی.»

او هغه ګړۍ هم راورسېده، چې عدالت غوښتونکي کاوه، له ضحاک څخه يې حساب وغوښت او ورته ويې ويل: «زه بې چاره اهنګر يم، خو د شاه له ظلمه پر موږ اور وري، که ته شاه يا اژدها يي، نو ولې زموږ په نصيب خواري او ذلت دی او ته بايد په دې پوه شې.»

۶

امير تيمور

امير تيمور د خپل زوی ميرانشاه پر درباريانو په قهر شو او له دوی څخه يي څو تنه عالمان او هنرمندان ووژل. د سمرقند دوه تنه ماهر معماران يې له دې جهته مړه کړل، چې ولې يي د مدرسې دالان د مسجد تر دالان جګ جوړ کړی دی.

۷

وحسنک قريب هفت سال بردار بماند، چنانکه پاى هايش همه فرو تراشيد و خشک شد، چنانکه اثرى نماند تا به د ستور فرو ګرفتند و دفن کردند، چنانکه کس ندانست که سرش کجاست و تن اش کجاست و مادر حسنک زنى بود سخت جګراور، چنان شنودم که دوسه ماه از او اين حديث نهان داشتند، چون بشنيد، جزعي نکرد، چنانکه زنان کنند، بلکه بګريست به درد، چنانکه حاضران از درد وى خون ګريستند، پس ګفت: «بزرګا! مردا! که اين پسرم بود که پادشاهى چون محمود اين جهان بدو داد و پادشاهى چون مسعود آن جهان و ماتم پسر سخت نيکو بداشت و هر خردمند که اين بشنيد، بپسنديد و جاى آن بود و يکي از شعراى نیشاپور اين مرثيه بګفت، اندر مرګ وى و بدين جاى ياد کرده شد. 

ببريد سرش را که سران را سر بود ارايش دهر و ملک را افسر بود. 

ګر قرمطي و جهود و ګر کافر بود از تخت بدار شدن منکر بود.

تاريخ بيهقي، ۱۷۰ مخ.

۸

د مغلو عسکرو بايزيد سوداګري کاروان ونيو چې ګمرک ته ماسلانه ورکړي، په ماسلانه کې يې د کاروان مال په درې برخو ووېشل شو او دوه برخې يي په محصول کې ولاړې. پير روښان بيرم خان ته شکايت وکړ… او د شکايت ځواب يوازې يوه موسکا او خندا شوه.

***

کله چې روښان د کندهار د شاوخوا اطرافو ته ولاړ، ګوري چې له يو ځايه يو وحشتناک اواز اوري، د اواز په لټه کې شو، ګوري، چې په يوه ژرنده کې مغلي سپاهيان ګودام اوړه کوي، يوه مېرمن يي له کوڅيو د ژرندې په پله پورې تړلې او چورلېږي، له خولې يي چيغي او کوکارې وځي.

۹

بي بي شمسو د ستر شخصيت بايزيد روښان مېرمن وه. 

د بايزيد روښان تر مرګ وروسته کله چې د اباسين په غاړه د بي بي شمسو د زامنو او مغلي دولت د پلويانو ترمنځ سختې جګړې وشوې په دغو جګړو کې د هغې درې زامن شيخ عمر، خيرالدين او نورالدين ووژل شول، نو دوښمنانو د هغوی سرونه او لاسونه پرې کړل او بي بي شمسو ته يې راوړل، چې د هغې اکر او معنويات پرې بدل کړي او د خلکو له لمسونې لاس په سر شي. بې بې شمسو هغه درې واړه سرونه مچ کړل او ويې ويل: «پر تاسو دې رحمت وي، چې ثابت قدم پاتي شوئ او د حق په لاره کې مو سرونه ورکړل.» د زامنو مړينې د هغې د مبارزې عزم کمزورى نه کړ بلکې څه وخت چې جلال الدين روښان تېرا ته راغى نو بي بي شمسو يې هم له ځان سره راوستله او د هند د ګورګاني دولت پر ضد يې خلک مبارزې ته راوبلل.

۱۰

 د شيخ ګدا داستان

د روښانيانو له ماتې او د پير روښان تر مرګه وروسته د روښانيانو يو کاروان د مغلو لاس ته ورغي. په هغو کې د روښان يو مريد و چې مخ پټى ګرځېده، د سيستان د ابن مقفع په څېر. پادشاه ته احوال ورسېده چې يو مريد مخ نه ښکاره کوي. پادشاه امر وکړ: «زر ورشئ او هغه مستور ګدا راولئ!»

بادشاه په قهر و، پر ټولو روښانيانو په قهر و، په وړو ماشومانو او سپين ږيرو بوډاګانو هم په قهر و، و د ګدا کيسه ورته عجيبه برېښېده.

ــ اوس به ووينم، چې څرنګه خپل نقاب له مخه نه لرې کوي ايا پر ما يې سترګې بدې لګي، ايا له ما سترګې پټوي، شرمېږي.

بادشاه په همدې تصوراتو کې ډوب و، هغه ته يو ساتېری پيدا شوی و، د روهستان يو عجيبه افسانه ورته ژوندۍ مخ ته راغلې وه، پرته له دې چې څوک يې ووايي، دی يې اوس خپله ويني، امر يې وکړ.

«ژر يې ما ته راولئ، زه يې وينم، ترې پوښتنه کوم، چې څه وايي! د څه لپاره يې نقاب اچولی دی، جادو کوي او که… .» خو هغه خبر نه و، چې د ګدا شيخ اراده اباسين په غورځنګونو راولي، د ګدا شيخ ارادې ته اسمان سر ټيټوي. پادشاهان يې په فکر کې نه ګرځي او د دې هوډ لري، چې د نړۍ ستر امپراتوران که اکبر بادشاه هم وي، د يو اسير ګدا اراده نه شي ماتولی، که په بادشاه کې د چنګېز، تيمور او بابر اراده راغوټه شي؛ نو په ګدا کې به هم د هغه د وګړو، ساده خلکو اراده راټوله شي، چې ټول امپراتوران او زورګيران يې د خپل ټول شوکت او شان په باب په بياځلې فکر کولو ته اړ کړي دي. په ګدا کې هم د روښان او د خپلو روښاني يارانو اراده راجمع شوې او بيا يې ترې د پښتنو يو نقابدار جوړ کړی و.

خو اکبر له دې ناخبر و، اکبر که د ډيلي په تخت نازېده او د اټک په چوڼۍ او که د هند په محلونو يې ناز کاوه؛ خو ګدا يو ساده افغان و او ګدا ته د چا خبره د هغه ټوله پادشاهي د خاورو کنډولی ښکارېده.

ګدا ته د بادشاه سړی ورغي، ورته ويې ويل: «شهنشاه اکبر دې خپل حضور ته غواړي!» خو د ګدا پر مخ نقاب پروت دی او وايي: «زه يو اسير يم، زه نه غواړم ستاسو اکبر ووينم، زه له خپل اکبر سره راز و نياز لرم، زه يو اکبر پېژنم، نور اکبران نشته، زما سترګې د شاهانو د ليدلو عادت نه لري، زه يو ملنګ يم.»

خو هغوی ټينګار وکړ:

ــ دا د پادشاه امر دی، ته بايد لاړ شې. 

ګدا ته ګواښ وشو، ته يو بندي يې، په زوره دې بېولی شو، ته دا وس نه لرې. ګدا وپوهېده، چې وخت اخر دی.

د اکبر استازو بيا هم ټينګار وکړ، هغوی ته د بادشاه حکم داسې د کاڼي کرښه وه، لکه ګدا ته چې يې هېڅ ارزښت نه درلود.

ګدا پوهېده او خپله ناڅیزه او وروستۍ غوښتنه او خپل شرط يې ووايه:

ــ نو، ما ته سپين کالي او اوبه راوړئ، چې غسل وکړم، جامې بدلې کړم، نو بيا به لمونځ وکړم او بيا به ګورو.

ــ د اکبر بادشاه استازي خوشحاله شول: «اوس يې بيايو.» اوبه يې ورته تيارې کړې، جامې يې ورته راوړې. ملنګ غسل وکړ، کالي يي بدل کړل او د نقاب په موجوديت کې يې دوه رکعته نفل هم وکړل او له دوعا او تسبيحاتو وروسته يې استازو ته وويل:

ــ زه يوه شېبه سترګې پټوم او بيا به ګورو!

خو ګدا پرېوت، ارام يې وکړ، په نقاب کې پرېوت، لږ ساعت وروسته د اکبر استازو هغه وخوځاوه، هغه پروت و، سترګې يې پټې وې، څوک يې نه ليدل، اکبر بادشاه يې هم نه ليدلو، د هغه وقار او دبدبه يې هم نه ليده، په دې ډول يې د يوه پردي شهنشاه له ليدلو د تل لپاره سترګې پټې کړې وې.

۱۱

د فاضل کندهاري زوى مولوى عبدالرحيم اخوندزاده هم لوي عالم او د کابل په بالا حصار کې د امير شيرعلي خان د وليعهد عبدالله جان استاد و او د ۱۲۹۸ کال د شوال په مياشت کې چې امير عبدالرحمان خان کندهار فتح کړ، نو مولوي عبدالرحيم پخپله توره د خرقې شريفې د ګنبدې په مدخل کې وواژه، خو د ده زوى مولوي عبدالروف يې کابل ته راووست. هغه دلته په کابل کې د شاهي مدرسې مدرس او د حضور ملا او د قاضيانو ممتحن و. 

۱۲

د مولوي عبدالواسع عقيده د قرآن او سنت پر بنا دا وه، چې په اسلام کې مطلقه او غير مشروطه حکمراني نشته او نه اسلامي خلافت ارثي دى، بلکې اولولامر د لياقت او پوهې او فقاهت پر اساس ټاکل کېږي، نو ځکه بايد د افغانستان امارت مشروطه او مقيد او تر اسلامي قانون لاندې وي. 

پر دغه فکر د هغه مهال روښانفکران لکه مولوي محمد سرور او آصف کندهارى، د کندهار کاکا سيد احمد لودين، تاج محمد بلوڅ، محمد عثمان بلوڅ، محمد عثمان خان پروانی، لعل محمد خان کابلی، مير قاسم خان لغمانى او نور وطن خواهان هم سره راټول شوي وو او چې دغه حرکت ته موږ لومړی مشروطيت يا ځوان افغان وايو، چې دوې پخپله ځانونه (جان نثاران ملت) بلل او هم له دغو حروفو څخه د ابجد په حساب د دوى قرباني د کال ۱۳۲۶ق تاريخ راوځي. 

د دغې لارې قرباني یا په سياسنګ کې په توپ والوزول شول او پاته يې د امير په زندانونو کې بندیان شول. 

۱۳

د انګرېزانو دسيسو پر اماني دولت کار وکړ او د امان الله خان غوندې ترقي غوښتونکي او غازي پاچا پر ځاى د بچه سقاو مرتجع او نابينا حکومت راوستل شو او کله چې د ۱۳۰۸ش په جوزا کې دغې ناپوهې ډلې کندهار ونيو، نو مولوي عبدالواسع يې په دې جرم چې د مملکت لپاره يې نظامنامې جوړې کړې او قوانين يې راايستلي دي، په کندهار کې ونيو او کابل ته يې راووست. بچه سقاو ورته وويل: «تا پر ما د کفر حکم کړى، نو ځکه تا وژنم.» مولوي په لوړ غږ ځواب ورکړ، چې استغفرالله! زه پر اهل قبله د کفر حکم نه کوم مګر ته خو قطاع الطريق يې، بايد لاسونه او پښې دې شرعاً پرې شي. 

بیا مولوي عبدالواسع د بچه سقاو په امر د کابل په سياسنګ کې له والي علي احمد خان سره يو ځاى په توپ والوزول شو، نو مولوي عبدالواسع په دې مملکت کې د نظام او قانون جوړولو او يوه مترقي ګټه ور حرکت د لارې شهيد ګڼل کېږي.

۱۴

نو ګورو چې په دې ټولنه  او د دې خلکو په ټولنيز ناخوداګاه کې يو عمومي روح لا ژوندې دى چې کله د روښان په وجود کې، کله د خوشحال خان، کله د امان الله خان او کله د پاچا خان په وجود کې او کله بیا د فقير ايپي په تن او روان کې او کله هم يو او د یوه بل په وجود کې راڅرګند شوى دى. لنډه دا چې د هر قوم لپاره غلامي ارازنه او اسانه ده، خو زه باور نه کوم، چې افغان توکم دې مرييتوب ومني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *