د واحدالله همتي لیکنه –

 د یوې ټولنې اقتصادي او ټولنیز بدلونونه د هغې پر اقتصاد او اقتصادي اړیکو پورې تړاو لري. د نړې تول هېوادونه د دې لپاره چې خپلې اړتياوې پوره کړي، له یو بل سره تړلي دي . پر دې پوهېږو چې اقتصاد نه يوازې د انسان ژوند، بلکې د ملکونو او د ټولې نړۍ حالات بدلولى شي؛ نو که چېرته د یوې ټولنې اقتصاد په مثبتې خوا روان و، نو دا ټولنه په ډېرې چټكۍ سره کولای شي خپلې موخې ته ورسېږي، خو که اقتصاد يې کړکېجن او په منفي خوا و، نو دا ټولنه په فساد کې ککړه او شاته پاتې ټولنه ده، چې د تل لپاره به په نورو پورې تړلې وي. ويلى شو چې که چېرته یوه ټولنه پياوړى اقتصاد ولري، کېدای چې په نورو ټولنو پورې تړلې پاتې نه شي او خپلې اړتياوې په خپله پوره کړي، خو هغه ټولنې چې خپلې اړتياوې په خپله نه شي پوره کولی، دا واضح خبره ده چې هغه ټولنې د تل لپاره مجبوره ده او په نورو پورې تړلې دي. د دوو یا تر دوو زیاتو ټولنو او یا هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې دومره مظبوتې اړیکې دي، چې حتی د دې ټولنو سیاسي حالات، د سرحدونو جنګونه، په یوه او بله ټولنه کې داخلي لاسوهنې او نورې خپل منځنۍ ستونزې نه شي کولای چې دا اقتصادي اړیکې بيخي خرابې او یا يې هم له منځه یوسي، نو ځکه ويلى شو چې د نړۍ پرمختګ د هېوادونو د اړیګو ترمنځ په ټینګوالي پورې اړه لري. له گاونډو هېوادونو سره د وخت په تېرېدو سره سوداګریزې اړیكې بدلون موندلى شي. له گاونډیو هېوادونو، خصوصاً له پاکستان، ایران او هندوستان سره د سوداګریزو اړیکو څرنگوالی رغنده رول لوبولی دی؛ یوازېنی هېواد چې زموږ په گاونډ کې پروت دی، هندوستان دی چې سیاسي او اقتصادي اړیکې یې تل روښانه او پرمخ تلونکې دي. له چین سره د ورته اړیکو په برخه کې ویلی شو چې په دې وروستیو کلونو کې زیات ښه والی رامنځته شوى دی.

واحدالله همتي
واحدالله همتي

افغانستان او ګاونډي هېوادونه: هغه ارزښت ته په کتو سره چې اقتصاد په نړیوالو اړیكو، بدلونونو او پرمختګ کې پیدا کړی، دا دی چې هېوادونه هڅه کوي تر څو یو تر بله خپلمنځي سوداګریزې اړیکې چټګې او ټینګې کړي. افغانستان هم د هغو سیاسي بدلونو او سختیو د اغېز له کبله چې په دې وروستیو کې رامنځته شوى دى، وکړای شول له ځینو گاونډیو هېوادونو سره ښې او له ځینو سره ډېرې ښې سوداګریزې اړیکې ولري. څنگه چې افغانستان د خورا ښه اقتصادي ظرفیت لرونکی هېواد دی، کولای شي د گاونډو هېوادونو تر منځ د ښې سوداګریزې فضا د رامنځته کېدلو په برخه کې مهم رول ولوبوي، خو له بده مرغه چې افغان لوري ته د ځینو گاونډیو کتل او بدل ذهنیت یوه جدی موضوع ده چې گاونډیان تر ډېره افغانستان ته له اقتصادي لیدلوري څخه نه، بلکې له سیاسي نظره گوري. که چېرته په سوداګریزو او اقتصادي اړیکو کې سیاسي علاقې او تګلارې مراعات نه شي، د دغو گاونډيو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې کېدای شي او افغانستان په سیمه کې د سوداګریزې فضا په برخه کې خپل مهم نقش لوبولى شي.

 له هند سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې: د افغانستان او هندوستان ترمنځ اقتصادي اړیکې یوه لرغونې سابقه لري او دواړه هېوادونه کوښښ کوي ترڅو دا اړیكې ټينگې او لا رنگینې پاتې شي. په دې وروستیو کې د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو پر ښه والي برسېره پرمختګ هم راغلی دی، چې د افغانستان د صادراتو لپاره د هند بازارونه ډېر مناسب بلل شوي دي؛ خو دا چې موږ له هند سره داسې مټ په مټ (سرحد په سرحد) نه یو او نه هم موږ اوبو ته یا د هند سمندرګي ته داسې مستقیماً لاره لرو نو یوازېنۍ ستونزه د هند او د افغانستان په سوداګرۍ کې ترانزیتي لاره ده، چې له كبله يې زموږ صادرات هند ته په ډېر ځنډ سره رسېږي او یا هم پر لارو باندې خرابېږي. خو په اوسني وخت كې د اړیکو د ښه کېدو پر سر هند غواړي چې له افغانستان سره هوایي کوریدور جوړ کړي، خو دا به د افغانستان لپاره ګران پرېوځي، ځکه د افغانستان اقتصاد تر اوسه هغه ځای ته نه دی رسېدلی چې هند ته هوايي صادرات ولري؛ خو که چېرته افغانستان له هند څخه هوایي واردات وکړي، د دې امکان شته؛ ځکه اوس وخت کې هند د پرمختللو ملکونو په كتار کې راځي او اقتصاد یې نظر افغانستان ته ډېر پیاوړی او پر ځان بسيا دی. خو کوم شي چې په ترانزیټ کې د افغانستان صادارتو ته ستونزه جوړه کړې، هغه د افغانستان او هندوستان ښې اړیکې او د افغانستان، هندوستان له پاکستان سره ناسمې اړیکې دي؛ که په دې اړیکو مثبت پرمختګ وشي نو افغانستان به په اسانۍ سره وکولای شي د واګا باردر(سرحد) له لارې هندوستان ته خپل صادرات او بېرته واردات وکړي او دا به د افغانستان او هندوستان په سوداګرۍ کې یو لوی پرمختګ وی. خو له ډېرې مودې راهیسې دا اړیکې همداسې په بد حالت پاتې شوې دي، نو هند او افغانستان خپله سوداګري د هوا او یا هم د ایران د بندر عباس له لارې کوي، ځکه خو د صادراتو او وارداتو په قیمت باندې بد اغېز کوي. لکه څنګه چې مو مخکې هم اشاره وکړه، د افغانستان تر اوسه دومره قوي اقتصاد نه دی چې خپله سوداګري د هوا له لارې وکړی شي؛ نو د بندر عباس واټن (د ترانزیټ لېری والی) له هندوستان څخه هم د دې شیانو په قیمت باندې عین اغېز کړی دى. هند په افغانستان کې نه یواځې اقتصادي بلکې نظامي، تعلیمي، مسلکې، ټولنیزې، … او د روغتیا په برخه کې هم مرستې کړې دي، چې په دې بېلابېلو برخو كې يې د افغانانو او افغانستان لپاره هره مرسته د یادونې وړ ده. لکه څنګه چې د سلما (هند افغان دوستۍ) بند نظامي مرستې د افغانستان په اقتصاد کې یو لوی پرمختګ دی، چې اوسمهال افغانستان هندوستان ته ۴۲،۳٪ صادرات لري او ۸،۹٪ واردات) ۲۰۱۴)

 له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې: پاکستان او افغانستان هغه ملکونه دي چې مذهبي، فرهنګي، کلتوري او له ډېرو نور لحاظو سره تړلي دي او نږدې اړیکې هم لري، خو له سیاسي لحاظه تل د یو بل پر وړاندې ولاړ دي، چې دې په سوداګریزو اړیکو باندې منفي اثر لرلى او په عمل کې هم ثابت شوی دی. کله چې افغانستان د روسیې لخوا تر حملې لاندې نه و راغلی،  پاکستان هم دومره پیاوړی اقتصاد نه و چې د افغانستان په اقتصاد یې دومره اغېز کړی وای لکه څنګه چې له (۲۰۰۰م) کال راهیسې یعنې د امریکا له حملې وروسته وینو. له (۲۰۰۰م) کاله پر دې خوا د افغانستان اقتصاد په پاکستان پورې وتړل شو، چې تر اوسه پورې موږ اوړه او وریجې له پاکستان څخه واردوو، چې د افغانانو په ژوند کې ډېر كارېدونكي توكي دي. هغه احصایه چې د ډیلي ټایمز په اخبار کې په پاکستان کې خپره شوې ده، د دې ښكارندوينه کوي چې په (۲۰۰۵م) کال کې له پاکستان څخه افغانسنان ته د صادرېدونکو توکیو ارزښت ۶۶ ملیونه امریکايي ډالرو یا ۷۱۲۰۰ بلیونه پاکستانیو روپیو ته رسیده. په (۲۰۰۵م) کال کې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو مجموعه ۲۶۴،۶ ملیونه امریکایي ډالرو ته رسیدله، چې تر ټولو ستره برخه یې له لاندې صادراتي توکیو څخه وه: پنبه ، وړۍ او پوستکي، کولمې، شحمي حبوبات، طبې بوټي، غالۍ او ټغرونه او نور. د افغانستان په اقتصاد کې لوی خنډ اوبو ته نه لاسرسی او له پاکستان څخه واردات او یا له پاکستان څخه تېره شوې ترانزیټي لاره ده. له پاکستان څخه واردات او ترانزیټي لاره د دواړو هېوادونو په سیاسي حالاتو پورې تړلې ده، که سیاسی حالات ښه وي نو هر څه ښه دي، که سیاسي حالات کړکېچن وي نو ترانزیټي لارې او واردات بندېږي او هم زموږ په صادراتو مالیات زیاتېږي، چې له بده مرغه افغاستان تر اوسه د ذخیره کولو کوټې هم نه لري. زیاتره وخت کوم شیان چې افغانستان پاکستان ته صادر کړي، د ژمې په موسم کې بېرته خپل صادر شوی شی په دوه چنده قیمت واردوي، چې ښه مثال یې پیاز او کچالو دي. اوبو ته د افغانستان تر ټولو لنډه لار د پاکستان له لارې کراچۍ بندر ته ده، خو په دې وروستيو وختونو کې د سیاسي حالاتو د بدلون له گواښ سره مخ شوې ده او افغانستان یې دې ته مجبور کړ چې د ایران د چابهار په بندر کې د هند او ایران په مرسته خپله سرمایه ګذاری وکړي، چې چابهار د ددې لارې لپاره یو ښه بدیل كېداى شي.

له ایران سره سوداګریزې اړیكې:

ایران هم د پاکستان په څېر له افغانستان د ګډ فرهنګي، کلتوري او مذهبي اړیكو له پلوه تړلی دی. ایران د افغانستان په اقتصاد او اقتصادي اړیکو کې یو مهم ځای لري، د اقتصادي اړیكو له پلوه ایران د افغانستان لپاره تر هندوستان وروسته ښه دوست بلل کېدی شي، خو په سیاسي او فرهنګي برخه كې بیا ښه نه دی تمام شوی؛ لکه څنګه مو چې مخکې هم یادونه وکړه، افغانستان یو ښه اقتصادي ظرفیت لرونکى هېواد دی، خو له بده مرغه چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې اړیکو ته له سیاسي نظره ګوري، نه له اقتصادی نظره، نو ځکه د خپلې اقتصادي پیاوړتیا له خاطره د دوی اقتصاد د افغانستان په اقتصاد مستقیماً اغېزه کولای شي. اوسمهال افغانستان هغه ځای نه دی چې شیان دې پکی پرته له کومې پوښتنې صادر او وارد شي، لکه څنګه چې اوس ایراني او پاکستاني توکو ته د افغانانو علاقه د دوي نا صادقانه کړنو کمه کړې ده.او پر ځاى يې پاملرنه خپلو توکو ته او د نورو باكيفيته توكو واردولو ته اوښتې ده اوسمهال هم بعضې سوداګر شته چې سم توکي نه واردوی خو انشاالله په لنډ وخت کې به موږ د خپلو توکو د تولید له پلوه شتمن  وارداتو او بهرنیو سمو او ناسمو توکو ته به نه ووایو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *