تاند، دوشنبه، د حمل ۲۵مه: له هند څخه افغانستان ته د ۷۵ زره ټنه غنمو د رالېږدونې پروسه پیل شوه.
په هند کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پروسه تېره ورځ افغانستان ته د ۵۰۲۲ ټنه غنمو په لېږد پیل شوه.

د خبرپاڼې په اساس د غنمو دا محموله پرون یکشنبه د هند کاندلای بندر نه بیړیو ته پورته کړای شوه او چابهار بندر باندې به کوزه کړای شي، چې ورسره به په راتلونکو اوونیو کې د ۷۵ زره ټنه غنمو نورې محمولې هم افغانستان ته ولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هند افغانستان ته د ۵۰ زره ټنه غنمو او د کورونا د درملنې لپاره د نیم میلیون هایدروکسي کلوروکوین ټابلیټو د ورکړې اعلان کړی و.

هند په تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان تر ټولو لویو مالي ملاتړو کې راځي چې تر اوسه یې دوه میلیارده ډالرو څخه پورته مرستې په افغانستان کې لګولې دي.

هند وايي، افغانستان ترې د کورونا د مخنیوي لپاره د مرستو تازه غوښتنې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د کورونا د ناروغانو شمېر ۶۰۷ تنه ښودل شوی، ۳۸ تنه ترې روغ شوي او ۱۹ نور مړه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *