نن ځوانان

هندوستان د افغانستان هغه ريښتنیي دوست هیواد  دی  چې تل یې افغانستان سره په بیلابیلو اقتصادي، پوهنېزو او نظامي برخو کې مرسته کړې او افغانستان ته یې د یو ريښتیني دوست په سترګه کتلي دا خبرې د نن ځوانانو مدني ټولنې غړي ښاغلي عطا‌‌‌‌‌‌الله خان حیران په هغه خبري ناسته  کې وکړې چې نن دوشنبه د غبرګولي په ۱۷ نېټه په کابل ښارکې د نن ځوانانو مدني ټولنې لخوا جوړه شوې وه

حیران په پخپلو خبرو کې وویل چې هندوستان تر دې وړاندې هم له افغانستان سره ډېرې بنیادي مرستې کړي  چې په نظامي برخه کې یې افغانستان ته الوتکې، د پوهنې په برخه کې د افغان ځوانانو ته په هندوستان کې د لوړو زده کړو او ماسټرې ترلاسه کولو زمینه برابره کړې ده اوس دا دی په اقتصادي برخه کې  سلما بند ښه بیلګه ده چې تېره ورځ په هرات کې د افغان ولسمشر اشرف غني او هندوستان صیدراعظم نریندرا موډي له خوا رسمآ ګټې اخیستلو ته وسپارل شو، نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره  له دوست هیواد هندوستان څخه وغوښتل چې د روغتیا په برخه کې دې هم  له افغانانو سره مرسته وکړي او په هیواد کې یو داسې مجهز روغتون جوړ کړي لکه په هندوستان کې مکس او یا اپلو،  ترڅو هغه افغانان چې د درملنې لپاره پاکستان ته ځي او پاکستاني پولیس ورنه کله ناکله جیبونه سپک کړي او ځينې بیا په یو او په بل نوم د توروتمبوشاته وغورځول شي هغه د هندوستان او افغانستان روانې دوستۍ د لاټینګښت هیله هم وښوده او له پاکستان څخه یې وغوښتل چې دوست د دوست سره بنیادي مرسته کوي نه چې انفجار او انتحار ورته رالیږي که چېرته پاکستان له افغانستان سره دوستي کوي نو له هندوستان څخه دې زده کړي، موږ یو خپلواک هیواد یو له هرچاسره اړیکې جوړول زموږ حق دی ښه خبره ده چې هنداو افغانستان دوه ښه ملګري هېوادونو نه دي.

تر حیران وروسته مدني فعالې اغلې ماریا توتاخیل هم پخپل وار له افغانستان سره د ددوست هیواد هندوستان د مرستو ستاینه وکړه ماریا وویل چې هندوستان له اوږدې مودې راهیسې له افغانستان سره د یو  ښه او مرستندویه ګاونډي په توګه پاتې شوی او د ستونزو پروخت یې تل د افغانانو لاسنیوی کړی دی هغې زیاته کړه چې که نورو هیوادونو له افغانستان سره مرسته کړې نو په بدل کې يې بیا بیرته یا له افغانانو ژوند اخیستی او یایې هم د هغوی نور ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي خو یوازینی هیواد چې پخپلو مرستو او ګاوڼډيتوب کې ريښتنی پاتې شوی هغه هندوستان هیواد دی.

د غونډې وروستنی ویناوال ښاغلی یحی بامیاني وو نوموړي په پیل کې له مخالفووسلوالو وغوښتل چې د روژې مبارکې میاشتې په راتګ سره دې خپلې وسلې په ځمکه کیږدي او د سولې له پروسې سره دې یوځای شي هغه پخپلو خبرو کې د ملي یووالي له حکومت څخه هم مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د ګڼو ستونزو ترڅنګ ځینې لاسته راوړنې هم لري چې باید ستاینه یې وشي هغه وویل چې د سلما بند په اقتصادي برخه کې د افغانانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده او په اقتصادي برخه کې به افغانستان تر یوې کچې په زیان بسیا کړي په پای کې نوموړي هم د هندوستان هیواد د مرستو مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د لا مرستې غوښتنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *