تازه د هندوستان او پاکستان ترمنځ کشمير باندې بیا جنجال راپورته شوی او دواړه لورو اړیکې لا ډيرې ترینګلې شوي دي، هند د ترهګریزو بریدونو له ډاره خپل پوځیان جمو کشمیر ته داخل کړل او د قانون په اساس یې له جمو کشمير څخه ځیني حقوق واخیستل.
هندوستان دا هر څه د کشمیر او هند د ساتنې لپاره وکړی، ځکه پاکستان داسې یو هېواد دی چې د ترهګرۍ مور دی او د انسانیت دښمن هېواد دی چې په هر ډول بریدونو او انسان وژنې یې لاس بر شي، هغه کار کوي.
د پاکستان او هند له جنجال سره یو ځای طالبانو له چاودیدونکو توکو ډک موټر کابل ښار ته دننه کړ او په زیاته اندازه خلک یې مالي او ځاني زیانمن کړل.
طالبانو ومنله چې موټر کې یې زیات چاودیدونکي توکي د دې لپاره ځای په ځای کړي و چې لا ډير تاوان واړوي او په دې هدف کې بریالي شوي هم دي.
دا چې د کابل ښار اړوند شپږمه امنیتي حوزه باندې د طالبانو ترهګریز برید زورور و، شاخوا کورونو کې یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د مالوماتو له مخې د برید د شاوخوا سیمو تر دوه کیلو متره پورې کورنه زیانمن شوي او خلک پکې ټپيان شوي دي.
د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې برید کې ۲۰ کسه ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۰۰ نور ټپيان دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
طالبان ښه په دې پوهیږي چې هغه ځای چې برید کوي شاوخوا یې ملکي وګړي د استوګنې کورونه او کاروبارونه لري، خو طالبان د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پام نه کوي او یواځې داسې برید کوي چې رسنۍ یې را واخلي او طالبان په دې سره خپل زور وښيي.
دا برید په کور دننه او بیرون له سختو غبرګونونو سره مخ دی، د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما وروستي راپور کې راغلي چې طالبان ۶۰ سلنه د ملکي وګړو مرګ ژوبله کې مسوولیت لري.
دا ډول بریدونه د طالبانو نه لومړني دي او نه به وروستي وي، طالبان یې په دې کیسه کې نه دي چې برید کې څوک وژل کیږي او څوک هدف دی، یواځې دومره چې یو ځای لوی برید وکړي او د خلکو په منځ کې وحشت او دهشت خپور کړي.
طالبان چې د پاکستان له ای ایس ای دستور اخلي په داسې حال کې دا برید کړی چې تازه هند کې د هندوستان او پاکستان جنجال راپورته شوی دی، پاکستان په ښکاره ویلي چې د کشمیر مسله نیغ په نیغه افغان سوله باندې اغیز لري او تر هغې چې هند په کشمیر کې لاسوهنه کوي د افغانستان جګړه به دوام ولري.
نو ویلی شو چې په افغانستان کې جګړه او طالب وسله وال د پاکستان ښکاره مزدوران دي او څه چې پاکستان امر کوي، هغه پر ځای کیږي، که هغه له اسلام او یا انسانیت هم وتلی وي.
داسې ښکاري چې پاکستان دا خبره سمه ده چې د هند زور به په افغانستان کې له افغانانو وباسي او تر هغې چې د کشمیر موضوع نه وي حل شوي، یا افغانستان له هند غوښتنه و نه کړي، طالب ترهګر به د پاکستان د ګټو لپاره افغانستان کې جګړه کوي.
طالب جنایتکار او وحشیان نه ګوري چې تر هر برید وروسته څومره کسان قرباني کوي او څومره زیانونه اړوي، خو دا چې طالب د دې هر برید په بدل کې امکانات ترلاسه کوي له دې ډول بریدونو لاس نه اخلي.