تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۸مه: افغان حکومت خبر ورکړی چې له هند څخه نن د ۱۰زره ټنه غنمو بله محموله هم په بیړیو کې رابارېږي چې دریو ورځو کې به چابهار ته راورسېږي.
د ملي انکشاف شرکت تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، هند له افغانستان سره د ۷۵ زره ټنه غنمو مرسته کوي چې ۵۰۲۲ ټنه یې رارسېدلي او دویمه محموله یې نن بیړیو ته پورته کېږي.
دغه شرکت وايي، د هند د غنمو د مرستې لومړنۍ محموله یې د هرات په سیلو کې خوندي کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو، سیګار او ګڼو نړیوالو ادارو په افغانستان کې له دې وروسته د کورونا له کبله د پراخ اقتصادي بحران د راپورته کېدو خبرداری ورکړی دی، خو افغانستان ته تر اوسه هند، ازبکستان او ترکمنستان د غلې دانې په برخه کې د مرستې لاس ورکړی دی.
دا مهال له پاکستان سره پر فرضي پوله زرګونه لارۍ بندې دي چې ورسره په هیواد کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
دوست او دښمن په سختو ورځو کې ازمویل کیږي.
د هند ملت که څه هم اکثریت یې د نورو ادیانو پیروان دي ، ولې خپله دوستي او انسانیت یې ثابت کړ.
همدارنګه د ازبکستان او ترکمنستان مسلمانو ملتونو هم خپل ګاونډیتوب او اسلامي ورورولي په اثبات ورسوله .
اما د انګلیس حرامي اولاد چې ظاهرا د اسلام کلا په نوم جوړ شوی ، زمونږ د خپلو سوداګرو مالونو د راتلو مخه هم نیولې ده .