تاند- د تروریستي ډلو له لوري له مېوو په تېره بیا هندواڼې څخه په بمي حملو کې کار اخیستلو خلک اندېښمن کړي دي.
د خلکو دا اندېښنې په ټولنیزو رسنیو کې هم ښکاره شوي دي.
د یوه تن، چې ادعا شوې ده تروریست دی، په داسې حال کې عکسونه خپاره شوي چې په هندواڼې کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کوي.
د دغه کس په اړه نور معلومات نه دي ورکړای شوي او دا هم نه ده څرګنده شوې چې دا عکس چا اخیستی یا افشا کړی او تر ټولنیزو رسنیو پورې یې رسولی دی.
د دولت وسله والو مخالفانو په خپلو حملو کې د ښځو له چادرۍ رانیولې پر خرو او پسونو پورې د چاودېدونکو موادو تر تړلو پورې له بېلابېلو شېوو کار اخیستی دی.
وسله وال طالبان او وسله وال داعشیان له چاودېدونکو موادو، ماینونو او مقناطیسي بمونو ډېر کار اخلي. که څه هم د دوی د حملو اصلي هدف دولتي ځواکونه وي خو عموماً عام خلک وژني.
د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلو په اړه د ملګروملتو په وروستي راپور کې، چې په اپریل میاشت کې خپور شو، ویل شوي چې د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۴۴۷ ملکیان وژل شوي او ۹۰۶ نور ژوبل شوي دي.
د ملګروملتو د مرستندوی دفتر په وینا په سلو کې ۶۲ ملکیان د دولت د وسله والو مخالفانو په حملو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د دې ادرې د شمېرنو پر اساس دا شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۵ زیات دی.
وحشی ترهګر د بل هرڅه نه هم کاراخیستلی شی، خو که دا تصویر ریښتنی وي، نو د پنجاب مرده ګاوان غواړی د افغانستان زراعت ترور کړی، د افغانستان هنډوانه ترور کړی چی نړۍ کی ساری نلری او دافغانستان بزګر ترور کړی اخ ستاسو …….
چې څه کرې هغه به ریبې
هندوانې په ټولو ګرمو ولایتنو کې کیږي خو د ننګرهار بټي کوټ ولسولي په ټنونو هندوانې بازار ته ارزه کوي او حتی د باریکاب او فارمونو هندوانې خارج ته هم لیږل کیږي. خو تاسو به شاهدان یی چې همدا سیمه په تیرو ۱۶ کلونو کې ډیره نارامه او بې امنه ده او علت یې دا دی چې ددې سیمې خلک د ترهګرو خواخوګي او همکار دی، مګر هغوی په بدل کې څه درکړل چې ستاسو عمده حاصل هندونې یې هم ترهګرې کړې. تکړه شئ نوره مرسته هم ورسره وکړئ.