تاند- څېړونکي وايي، د نانو فایبر داسې سیستم یې جوړ کړی چې په وچو سیمو کې له هوا څخه د څښاک اوبه جوړوي.
د مېل انلاین د راپور له مخې، له هوا څخه د اوبو جوړولو دا اله، چې په پېټرۍ کار کوي، سپکه ده او په اسانه له یوه ځایه بل ته وړل کېدای شي.
دا اله په یو ساعت کې له هوا څخه ۱۰ ګېلنه اوبه جوړولی شي.
دا اله، چې د امریکا په اوهایو کې جوړه شوې، له الیکتروسپین پولیمرونو څخه په استفادې له هوا اوبه راباسي یا هوا په اوبو بدلوي.
په لندبلو سیمو کې په اسانه له هوا څخه اوبه جوړېدای شي خو د دې الې ځانګړتیا دا ده چې په وچو سیمو کې هوا په اوبو بدلوي.
او له بلې خوا داسې مواد په دې اله کې کارول شوي چې په لنډ وخت کې نسبتاً زیاتې اوبه تولیدوي.
د اوهایو پوهنتون څېړونکي وايي چې په دې وسیله په هر متر مربع ساحه کې د ورځې تر ۱۸۰ لیتره پورې اوبه له هوا څخه جوړېدای شي.
نانوفایبرونه له هوا څخه د اوبو د جوړولو ترڅنګ له هوا څخه دوړې او باکتریاوې هم جلا کوي او د دې معنا دا ده چې خورا پاکې او صحي اوبه جوړوي.