ليکنه/ ساحل منګل

شايد تاسو خپله هم تجربه کړي وي او يا مو په نورو خلکو کې دا ستونزې ليدلې وي، چې له واده وروسته د ښځې او خاوند ژوند تريخ شي، هره ورځ ېې تر منځ لانجې وې، لفظي شخړې وي او حتی په ځينو ټولنو کې دغه اختلافات په طلاق پای ته ورسيږي.

په نورو ټولنو کې د واده کولو لپاره ځانګړي شرايط او زدکړې تر لاسه کيږي، چې څوک څنګه وکولای شي د ټول ژوند لپاره يو ښه کس انتخاب کړي، ځکه دغه انتخاب يوه ورځ او يوکال ندی بلکې ټول عمر ورسره انسان تړلی وي.

خو زمونږ په څېر ټولنو کې هلک او جنۍ يا ددوی کورنۍ اروايي اړخونو ته نه ګوري بلکې معيارونه ېې دادي، چې ښايسته وي، پيسه داره وي او د ښې کورنۍ وي. دغه معيارونه بايد وکتل شي، خو د ښځې او خاوند تر منځ اروايي اړخونه هغه بنسټيزه مسله ده، چې ددوی د ژوندب په ښه والي او بدوالي کې رول لوبوي.

دلته به يو څو ټکو ته اشاره وکړو چې له واده وروسته ولې د ښځې او خاوند ژوند په تاوتريخوالي بدليږي او حل لاره ېې څه ده.

لومړۍ ستونزه: (د دواړه ترمنځ په خوی او عادت نه پوهيدل) له واده وروسته د ددوکسانو تر منځ نوې اړيکه پيليږي او بايد په ورځنيو چارو کې د يو او بل په عادت پوه شي. په دې وخت هلک او نجلۍ هڅه کوي، چې مقابل لوری دده په خوی او عادت لاړ شي او څه چې دی غواړي بايد ورسره قبول ېې کړي.

لکه: هلک غواړي، ډيرې خبرې وکړي، له خلکو سره ډيره راشه درشه ولري، د کورنۍ له نورو غړو سره پراخې اړيکې ولري، سګريټ وڅکوي، د يو چا په خبرو زر باور وکړي او نور…

له بلې خوا ميرمن ېې داسې عادتونه لري، چې له چاسره ډيره خبرې کول نه غواړي، په هر چا شک کوي، په هرڅه کې مخطاطه وي، له اړتيا پرته د کورنۍ له غړو سره اړيکې نه پالي او نور…

په پورته بېلګو کې د ښځې او خاوند تر منځ ټکرې رامنځ ته کيږي، يو پر بل باندې انتقادونه شوروع کيږي، ښځه په مستقيم ډول خاوند ته نشي ويلي چې دغه کار زما نه خوښيږي بلکې له غير مستقيمو لارو ورته اشاره کوي.

ددې ستونزې د حل لپاره لازمه ده، چې دواړه خواوې د يو اوبل په عادتونو قناعت ولري او دا قبوله کړي چې دغه عادتونه په يوه ورځ له منځه نشي تللی، بلکې دواړه له يو بل سره مشوره وکړي او هغه عادتونه چې زيان اړونکي وي لري کړي او کوم ښه وي پرځای ېې پريږدي.

دوهمه ستونزه: ( شک او شبهات ) په ګډ ژوند کې شک کول تر ټولو زيان اړونکی دی، په ځانګړې توګه ښځې په ګډو ژوند له نارينه و زيات شک کوي. له واده وروسته ښځه او خاوند دواړه يو بل ته د شک په نظر ګوري او يو بل څاري چې له واده وړاندې به ېې له چا سره اړيکې نه وي نيولې.

ښځه د خاوند ټولې ټليفوني مکالمې څاري، پخواني عکسونه او اسناد ېې څاري، له نورو نجونو څخه د خاوند په اړه پوښتنې کوي او داسې نور. په مقابل کې سړی د خپلې ښځې په خبرو کې دې ته متوجه کيږي چې په خبرو کې کوم کس ډير يادوي، د چا صفت کوي او کومې خواته تمايل لري.

کله کله خو حتی داسې هم کيږي چې د جنسي اړيکو په وخت کې ښځې يا خاوند ته پوښتنه پيدا کيږي، چې مقابل لوری ولې له جنسي اړيکو سره بلد دی؟ ايا ددې لامل دادی چې له پخوا به ېې له چاسره جنسي اړيکې ټينګې کړې وي؟

ځينې وخت يو اوبل ستړي ستومانه وي نشي کولای چې مقابل لوري ته مينه ورکړي، خبرې ورسره وکړي او يا هم ښه بردخور ورسره وکړي، نو دوی دا ګمان کوي چې نه ېې خوښيږي.

دې ته ورته نورې زياتې بېلګې شته چې ښځه او خاونده ورسره مخامخ کيږي خو دواړه بايد دا درک کړي، چې کله دوی کوژده کوله د ښو معيارونو په بنا ېې کړې يعنې مثبت فکر وکړي او که چېرې ستونزه ډيره جدي وه نو بايد ډاکتر مراجعه وکړي.

دريمه ستونزه: (جنسي اړيکې) له حده زياتې او يا له حده کمې جنسي اړيکې د انسان لپاره ستونزې پيدا کوي. په ځانګړې توګه کمې او کمزورې جنسې اړيکې انسان له جنجال سره مخامخ کوي او نه يوازې چې د مقابل لوري اړتيا نه پوره کوي بلکې دا شک رامنځ ته کيږي چې شايد له بل چاسره جنسي اړيکې لري او ټوله انرژي بل چېرې مصرفوي.

کله چې د ښځې او خاوند تر منځ جنسي اړيکې نيول کيږي د جنسي اړيکو په وخت کې ېې دې ته نه پام کيږي چې شايد مقابل لوری ېې جنسي کمزوري ولري بلکې له دې اړخه ورته ګوري چې شايد له بل چاسره جنسي اړيکې ولري.

څلورمه ستونزه: (له واده وړاندې ژمنې) په ځينو پرمختللو ټولنو کې  له واده وړاندې د دو کسانو تر منځ يو بل ته وعدې ورکول کيږي، چې که چېرې واده وکړو نو دغه ډول کارونه به پريږدي او يا هم داسې وعدې ورکول کيږي چې شتمن دی، کور لري، موټر لري، دنده لري او نور.

خو چې کله واده وشي دغه وعدې هسې يو ډول دوکه وي او بالاخره تر منځ ېې جنجال راپورته کيږي.

پنځمه ستونزه: ( د ژوند سليقه)  کله کله د خاوند اوښځې تر منځ په کورني ژوندې کې په دې ټکو باندې شخړه راځي لکه: چېرته اوسيدل، په کوم ډول کور کې ژوند کول، د اولادونو تربيه، خوراک او ځينې نور.

نو دا هغه ستونزې وې چې له واده وروسته ورسره ځوانان مخامخ وي، په ځانګړې توګه په هغو سيمو کې چيرته چې ليک لوست او عامه پوهاوی کم وي. نو که چېرې خپله دا ډول ستونزې لرو او يا نور ملګري مو له دې ډول ستونزو څخه کړيږي پورته لارښوونې بايد ور په ګوته کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *