تیره اونۍ دچهارشنبي ورځ کابل د یو نړیوال کنفرانس چې مشري یې خپله دافغان حکومت په غاړه وه کوربه وو ، په دي کنفرانس کې چې د 25 هېوادونو او 3 نړیوالو سازمانونو استازو ګډون درلود په کې افغان حکومت دافغانستان دسولي او ثبات لپاره خپله دسولي تګلاره په روښانه ټکو باندي اعلان کړه او ددي ترڅنګ یې دهغه ستونزو په اړه دنړیوالو ټولنې سره په روښانه ټکو خبرې وکړې دکومې له امله چې افغانان او افغانستان ورسره مخ دی .

خو په دي ټولو کې بیا د ټینګار ټکی دافغانستان دسولي لپاره دیو روښانه تګلاري اعلان وو کوم چې دولسمشر لخوا اعلان شوه ، چې دخبرونو او رسنیو د سر ټکی وګرځیدلو داچې دا پروسه څومره مهمه او دا تګلاره څومره روښانه ده غواړم دیو شمیر کړیو هغه سوالونو ته ځواب ووایم چې په تیرو څو کلونو کې دوۍ نیوکې کوې چې افغان دولت دسولي لپاره کومه ځانګړي او روښانه تګلاره نه لري .

  1. په تیرو څو کلونو کې افغان حکومت هر وخت وسله والو طالبانو ته دسولي لپاره لاس غځولي دی او وروستی یې هم دا چې په روښانه ټکو کې وویلې که وسله وال طالبان له جګړې لاس واخلې دوۍ به دیو سیاسي حزب په توګه وپیژندل شي او له دي لاري کولي شي لکه دحزب اسلامي امیر دهېواد په ټولو سیاسي مسایلو کې فعال رول ولوبوي او له دي لاري څخه واک تر لاسه کړي البته واک ترلاسه کول به یې یوازي دافغانستان داساسي قانون په چوکاټ کې دملت دارادي پوري اړوند وي چې ملت څه تصمیم نیسي .
  2. ولسمشر په داسي وخت کې دوۍ ته د سیاسي حزب په توګه دپيژندنې خبره کوې چې دوۍ هره ورځ په لسګونو افغانان شهیدانوي او په تیرو څو کلونو کې دجګړې په ډګر کې تر 80 فیصده زیات دملکې وګړو تلفات دهمدي طالبانو دناروا او وحشي بریدونو له امله دي چې په عامه ځایونو کې یې کوي خو بیا هم ولسمشر دا ټول فشارونه په ځان مني او دوۍ ته وایې که چرته سولي سره یو ځای شوئ نو کولي شي دیو سیاسي حزب په څیر فعالیت ترسره کړي.
  3. طالبانو ته دسفر او رسنیو ته د لاسرسي ازادي هغه څه دي چې تر ټولو مهم او اړین دي که اوس طالبان غواړي نو کولي شي له دي لاري څه خپله طرحه افغان ولس سره  شریکه کړي او هغه څه چې دوۍ دسولي لپاره مهم بلې باید له افغان ولس سره شریک کړي ترڅو وکولي شي افغان ولس او نړیواله ټولنه په همدي بنسټ په افغانستان کې دسولي لپاره ګډه کار وکړي.
  4. په اساسي قانون کې تعدیل ! که څه هم دافغانستان اساسي قانون دنړیو تر ټولو بهترین قانون دی او ټول مسایل یې داسلام داحکامو سره سم جوړ شوي دي خو بیا هم ولسمشر دوۍ ته په ښکاره سره وویلې چې کولي شي داساسي قانون هغه مادي د قانوني لاري تعدیل کړي چې وسله وال طالبان پري انتقاد لري او په دي برخه کې خبرې اتري ترسره شې.
  5. طالبانو ته د دفتر ورکول ! بله هغه مهمه مسله ده چې دافغان حکومت لخوا ومنل شوه او ان کابل هم دي ته اماده دی ترڅو طالبانو ته سیاسي دفتر وکړي او دلته دسولي خبرې مخته یوسي چې دا یو بل تر ټولو مه فرصت او چانس دی چې طالبانو ته ورکړل شوی دی ترڅو له دي لاري سیاسي فعالتونه ترسره کړي.

پورته ذکر شوي مسایلو ته په کتلو سره که وګورو افغان حکومت په ټوله کې خپله هغه مسولیت ادا کړ کوم چې دسولي پروه کې دوۍ ته ورګرځي او حکومت په روښانه ټکو کې دسولي لپاره چمتوالي وښودلونو اوس په وسله والو طالبانو پوري اړه لري چې نور باید دغلامۍ ځنځیر هغه هم دپاکستان له خپلې غاړې وباسي او  په دي برخه کې هغه تاریخې مسولیت چې دوۍ ته ورګرځي هغه ادا کړي ځکه او افغانان نور دبي ځایه وژلو او هېواد ورانولو څخه خلاص کړي که چرته دوۍ په واقعیت سره غواړي ځان مسلمان وښایې او ترڅنګ یې خپل انساني او افغاني مسولیت ادا کړي او هم دوجدان له هغه عذاب ځان وژغوري دکوم سره چې دوۍ مخ دي ځکه نور افغانان د وژلو او کور ورانولو حوصله نه لري نو باید چې طالبان له دي چانس څخه ګټه واخلي کنه بیا به دوۍ هم لکه دنورو اخواني تنظیمونو دمشرانو په څیر په خپلو کړنو پښیمانه وي چې هغه وخت به نه بیا په ټولنه کې ځای لري او نه به بیا وجدان ته له ملامتۍ ځان خلاصولي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *