تاند- د خوست ولایت چارواکي وايي چې د پاکستان د پوځ د بمباریو او له طالبانو سره د جګړې له کبله له شمالي وزیرستان څخه خوست ولایت ته په لسګونو کورنۍ ورکډه شوي دي.
چارواکي وايي چې ولایتي اداره خوست ته له ورغلیو کډوالو سره د مرستو په لټه کې ده او نن د والي په مشرۍ د اضطرار کمېټې له راکډه شویو سره د مرستو لپاره فوق العاده غونډه وکړه.
پاکستاني طالبانو تېره اوونۍ د وزیرستان پر خلکو ږغ کړی و چې د پاکستان د حکومت له لوري جوړو شویو کمپونو ته لاړ نه شي ځکه چې هلته یې دین او ایمان له خطر سره مخامخېږي او د دې پرځای افغانستان ته لاړ شي.
د افغانستان حکومت هم اعلان کړی چې د شمالي وزیرستان له کډوالو سره به هرراز بشري مرستې وکړي.
د خوست ولایت چارواکو پرېکړه وکړه چې ټول کډوال د یوه ځانګړي میکانیزم له مخې ثبت او راجستر کړي او ورپسې سمدستي مرستې ورکړي. دوی په عین حال کې له مرکزي حکومت او نړیوالو بشري ادارو د مرستو غوښتنه وکړه.
د خوستي چارواکو په وینا دغه ولایت ته تراوسه ۳۷ کورنۍ وراوښتي چې اکثره په خټه دوړ او وزیر دي او حاضردمه یې په ګوربز ولسوالۍ کې اړولي دي.
له دې جلا دخوست ولايت په نظامي غونډه کې پرېکړه وشوه چې امنيتي ځواکونه دې زيات
تمرکز د امنيت په ټينګښت وکړي او کشفي اورګانونه دې ټولې هغه ورانکارې
ډلې او مافيايي کړۍ چې په مرکز او ولسواليو کې د ناامنيو،د عامه نظم د
ګډوډولو او د ټاکنو په وړاندې د خنډونو د ايجادولو هڅه کوي، ونيسي او د
قانون په رڼا کې دې په سزا ورسوي.