د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره
خبرپاڼه
۱۳۹۳/چنګاښ/۲۶
دا ټکی نن پنجشنبه، د افغان حکومت د یو شمېر وزارتونو او مستقلو ادارو د مسوولینو لخوا په یوه ګډه خبري غونډه کې په ډاګه شو. د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک وویل، چې د وزیرستان له بېځایه شویو سره د افغان حکومت او ولس مرسته، انساني او ملي مسوولیت دی. وزیر خپلواک زیاته کړه، چې تر اوسه په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د وزیرستاني بېځایه شویو خلکو اوولس زره کورنۍ ثبت شوي، چې شمېر یې یو لک او درې څلوېښت زره تنو ته رسېږي.
خپلواک وویل، چې له بېځایه شویو خلکو سره، لومړنۍ بشري مرستې شوې دي، خو په دې برخه کې د نړېوالو خېریه سازمانونو، ملګرو ملتونو او ملي سوداګرو لا ډېرې پاملرنۍ ته اړتیا ده.
د ملي امنیت شورا مرستیال ابراهیم قاسمي وویل، چې بیځایه شوي، خلک له ډیورنډ کرښې د را اوښتو پر مهال، له ګڼو امنیتي تدابیرو او څارنو تېرېږي. ښاغلي قاسمي هغه ادعاوې ناسمې وبللې، چې ګواکۍ وزیرستاني بېځایه شوي خلک وسلوال او د افغانستان ثبات ته ګواښ دي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ معین ډاکټر فرید ماموندزي، د ملي امنیت شورا، سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د قبایلو او سرحداتو وزارت او له بېړنیو پېښو سره د مبارزې کمېټې هغه ګډ بانکي حسابونه اعلان کړل، چې وزیرستاني بېځایه شویو ته، د مالي مرستو او بسپنو د راټولولو په موخه پرانېستل شوي دي.
ماموندزي پر مرستندویه بنسټونو، ملګرو ملتونو، ملي سوداګرو او عامو خلکو غږ وکړ، چې له وزیرستاني پېځایه شویو سره مرستو ته دوام ورکړي.
د یادولو وړ ده، چې څه د پاسه یوه میاشت وړاندې، په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له پېلیدو سره، ډېر شمېر کورنۍ اړې شوې، چې له ډیورنډ کرښې را واوړي. د وزیرستاني بېځایه شویو، تر ټولو ډېر شمېر خلک په خوست ولایت کې مېشت شوي دي.