نه پوهېږم موږ د افغانستان نه يو، که د افغانستان مشران موږ ته پاملرنه نه کوي، د نه پاملرنې په لامل هم نه پوهېږم.
هسې خو هم له غمونو او دردونو جوړ خلک يو او په داسې ټولنه کې مو ژوند دی چې خروار غمونه او دردونه يې هر وګړی لري، خو دردونه او ستونزې خپله ګټګوري لري، ځينې يې لوی وي او ځينې کوچني وي، خو ځينې يې بيا منځنی حد لري.
د ملي يووالي حکومت له جوړېدو اته مياشتې تېريږي، ولسمشر او اجرايه مشر د خپلو ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال ډول ډول ژمنې وکړې، خو طبعي خبره ده چې د حکومت طرحه واوښته، ملي يووالی رامنځته سو، واک ووېشل سو، نو د دواړه مشرانو ځينې ژمنې ښايي پوره نه سي او يا به وخت ته اړتيا ولري.
خو ځينې ژمنې بيا ممکن پوره سي او يا پوره سوي دي خو ولسمشر محمد اشرف غني توپيري چلند ک��ي، چې زه به يې يوه بېلګه راوړم:
کله چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت وروستی کال و، د ولسمشرۍ ټاکنو ته کانديدانو خپل تاوده ټاکنيزه کمپاينونه شروع کړي و، نوماندانو د هېواد لويو ولايتونو ته تاوده تاوده سفرونه کول، چې اوسنی ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني هلمند ته راغی، فکر کوم هلمند يې لومړی ولايت و چې د ټاکنيز کمپاين په موخه راغی، دلته ورته زرګونه خلک په کرزي لوبغالي کې راټول سول، ولسمشر هغه خبرې وکړې چې د خلکو په زړونو کې وې، خو تر ټولو لويه ژمنه يې دا وه چې د خپل برياليتوب وروسته به يې د اصلاحاتو په موخه لومړی سفر هلمند ته وي، چټک بدلون به راولي، چارې به سموي، دلته به ډول ډول پرمختګونه رامنځته کوي او د فساد رېښې به کاږي، ولسمشر دا ژمنه د هلمند د زرګونه خلکو سره وکړه، تر دې وروسته يې په نورو ډېرو مجلسونو کې هم خپل لومړی ټارګېټ هلمند ټاکلی و.
اوس د هلمند د ولس ګيله دا ده، سره له دې چې د ولسمشر له برياليتوب وروسته هلمند کې داسې غميزې رامنځته سوې چې يوازې هلمند نه بلکې ټول افغانستان پرې وژړل، دلته په واده باندې بريد وسو، او ټکان ورکوونکې پېښه رامنځته سوه، چې هر چا به يې په خبرېدو ژړل، دلته څو وار ځان وژونکې حملې وسوې چې لسګونه خلک چې ښځې، ماشومان، سپين ږيري اومعيوب هم پکې شامل و شهيدان سول.
د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د تېر يو کال په موده کې شاوخوا ۱۴۰۰ يوازې ولسي وګړي وژل سوي دي، ولسمشر يوازې دا نه چې د کاري اصلاحاتو او بدلون په موخه يې هلمند ته سفر ونه کړ، بلکې د دغه لويو غمېزو پوښتنه يې هم ونه کړه.
ولسمشر خپله ژمنه پوره نه کړه، که داسې وای چې بل ولايت ته يې سفر نه وای کړی موږ ګيله نه کوله، خو دوه وار هرات ته ولاړ.
د دې ترڅنګ په نورو ولايتونو لکه جلال آباد، پنجشير او نورو ولايتونو کې چې کومې پېښې او غمېزې رامنځته سوې هلته يې سفر وکړ، د خلکو پوښتنه يې وکړه، خو هلمند کې ۱۴۰۰ کسان شهيدان سول ولسمشر ټليفون باندې هم خواخوږي ښکاره نه کړه.
ولسمشره ولې؟؟
هلمند د افغانستان ولايت نه دی؟
د هلمند خلک افغانان نه دي؟
دا خو په ښکاره ډول توپيري چلند سو، چې تاسو نورو ولايتونو ته يوا وار نه څو څو سفرونه کوئ خو هلمند مو له پامه غورځولی دی.
د هلمند د فاسدې ادارې له ظلمونو مو ډېرې چغې ووهلې، تر ولسمشرۍ ماڼۍ مو ليکونه واستول، رسنيو کې مو ليکنې خپرې سوې، تلويزيونونه مو پر خبرونو وشوړېدل، نو ولسمشر تر اوسه د هلمند د فاسدو چارواکو د غلا، چور او غصب څخه خبر نه سو؟
ولسمشر د ټول هېواد ولسمشر دی، د دې خاورې هر وګړی پر ولسمشر حق لري، هر کور، هر کلی، هره ولسوالي او هر ولايت.
دا چې په دې کې به د ولسمشر کوم کمال وي چې يو ولايت ته پاملرنه کوي او بل ته يې نه کوي، په دې موږ نه يو خبر، خو دا چې هلمند له هر پلوه په اور کې دی، دلته جنګ شروع دی، دلته فساد اوج ته رسېدلی، هلمند کې چور او غصب دی، هلمند کې هره ورځ له کورونو جنازې وځي، دلته خلک هره ورځ ژاړي، په داسې حال کې چې ولسمشر د هلمند لپاره کومه طرحه لري او وروسته يې عملي کوي نو بيا به پرې موږ څه وکړو؟
د ولايتونو ترمنځ بايد انډول په پام کې ونيول سي، هلمند ډېر لوی ولايت دی، دلته نږدې د هر ولايت وګړي ژوند کوي، ويل کيږي چې له کابل را ورسته دوهم ولايت هلمند دی چې د ګډو قومونو کور دی او د هېواد هرې طايفې وګړي دلته ژوند کوي، نو داسې ولايت چې د هېواد د هر ولايت وګړي پکې ژوند کوي، خلکو يې تر ټولو ډېرې ستونزې ليدلي دي، خلکو يې تر ټولو ډېر ژړلي دي او لا هم ژاړي خو ولسمشر په اته مياشتو د هلمند هيڅ پوښتنه ونه کړه، نو خود به مې ګيله پر خوله راځي او خود به خوا بدوو.