تاند – د کابل حربي پوهنتون ته په کانکور ازموینه کې یوه ناکام شوي زده کوونکي چې په خټه هزاره دی هغه وخت د خلکو غوسه راوپاروله چې په لنډ وخت کې وتوانېد خپله ستونزه تر ولسمشرغني پورې ورسوي.
د ټولنیزو رسنیو فعالانو دا د هغو پښتنو په حق کې ظلم بللی دی چې له اونیو راهیسې له ولسمشر سره د لیدنې انتظار کوي او ورته ویل کیږي چې ولسمشر ورسره د لیدنې لپاره وخت نه لري.
یو شمېر د نظر خاوندان وایي چې د ولسمشر په چاپېر داسې یوې حلقې ځای نیولی چې نه پرېږدي ولسمشر له پښتنو سره په تماس کې وي.
ځینې منتقدین د ولسمشر دویم مرستیال، سرور دانش ته په اشاره، وایي چې دغه محصل ځکه په دومره لږ وخت کې تر ولسمشر پورې ور ورسېد چې د پوښتنې کس لري، خو پښتانه داسې څوک نه لري چې تر ولسمشر پورې یې ورسوي.
د ښاغلیو دانش، محقق او یو شمېر نورو مشرانو په هکله ویل کیږي چې د ټولو افغانانو پر ځای یوازې د خپل قوم لپاره کار کوي. دې ته ورته څرګندونې ښاغلي محقق د ملي وحدت د حکومت په لومړیو کې په داسې الفاظو وکړې چې قوم ته یې څو وزارتونه د دانش په برخه رسېږي او څو د ده (محقق) په برخه ور رسېږي.
د پښتنو د حقونو د تثبیت یو شمېر پلویان په دې نظر دي چې د ولسمشر یو مرستیال باید پښتون وي چې د پښتنو ستونزې هم تر ولسمشر پورې ور ورسوي.
د میدان وردک ولایت لپاره توظیف شوې ښاروالې ظریفې غفاري چې له اتو میاشتو راهیسې یې څوک کار ته نه پرېږدي په خپل حال ویر کړی او لیکلي یې دي، «لطفاً د افغانستان تابعیت رانه واخلئ!
کاش هزاره وای نن به آته میاشتې په خپل حق پسې سرګردانه نه ګرځیدم، قومي تعصب نه لرم مګر د یوې پښتنې پيغلې او یوه انسان په توګه مې آتمه میاشت هم تیریږي چې د میدان ښار ښاروالۍ ته نه معرفي کیږم؛ نه مې والي غږ اوري، نه وزیر، نه رئیس نه سرور دانش او نه هم زما د خوښې ولسمشر ????
په خپل جنسیت او قومیت مې افسوس راځي ټول مې تیرباسي، ټول مې حق خوري، ټول زما په حق کې قانون تر پښو لاندې کوي.
که مې زور او زر درلودای نن به د دغه هزاره محصل او د هلمند د ښځو چارو د رئیسې چې د هزاره قوم څخه وه او ځینو یې مخالفت کاوه حقوق تامین وای او د خپلو مشرانو په زور به له معرفي کیدو وروسته هسکه غاړه دندې ته تلم.
زه لکه انسان نه یم؟
افغانه نه یم؟
او که د دې وطن لور نه یم؟
نو که حق نه راکوئ، مهرباني وکړئ تذکره هم رانه واخلئ چې زه د بل وطن په لټه کې شم، شاید هلته د یوې میرمنې بیا انسان په صفت راته احترام وشي او حق مې ونخوړل شي.»
حق خو په سوال نه غوښتل کیږي، حق ترلاسه کیږي، پښتون قوم د حق غوښتلو په اړوند حساس ندي، همدا وجه ده چې په تدریجي ډول یې حقوقو ته پاملرنه کمه شوې، او نسبتا د یوې بې اتفاقه قوم په سترګه ورته لیدل کیږي
پشتانه بى اتفاقه قوم دي. طالبانو ته وگورئ چى تمامه ووح پشتانه وژني. دولت هم همدا كار كوي. چي خپله خپل قدر نه كوي نو له نورو ولى قدر غوارئ. الله د مونز ته هدايت وكري
دا تول هغه سه دی چی حقیقت لری او زه یی د دوارو ارخو شاهد یم مطلب دا چی ظریفه غفاری هم خه پیژنم او دا محصل هم خو بیا هم زه محصل ته په اشاری سره وایم چی د هغه حق دی او وا.
که راشو ظریفه غفاری ته دا هم مسلم حق لری خو د وردگو والی صیب زیات خودخوا او قوم پرست شخص راته معلومیگی سوک چی گوری ولایت کی د جیلگی د ولسوالی به وی او د دغی بیوزلی غژ بیا اوری نه او ورته وایی زه درسره مرسته نشم کولای ولی؟ ته نو بیا سنگه والی یی چی د ملت لپاره نه یی؟
هیله مند یم د پشتون غژ او د هزاره غژ علایده نه کرو او مشرانو ته د هدایت دعا وکرو تد سو مساویانه چلند وکری.
مننه