افغانستان د دوولسو کالو تیره موده کی له داسی مرحلو راتیر شو چی تر ډیره خلکو داسی نه انګیرله چی دا بحراني حالات دې هم کابو شی . ولسمشر حامد کرزی په حقیقت کی افغانستان د خپلی مسلکی سیاسی پوهی په وړتیا د سیاسی بحرانونو ، اقتصادی ننګونو ، خپلمنځي جنجالونو ، ژبني او مذهبی توپیرونوڅخه وژغورو ، همدارنګه د معارف په برخه کی هم د پام وړ پرمختګ شوی دی ، نو دا اوس روښانه خبره ده چی جهان افغانستان اوس د یوه ازاد هیواد په توګه پیژنی .
دا چی زموږ په دولتدارۍ کښی نیمګړتیاوی شته ، او دا به تر یوه وخته وی ، دا د وخت مجبوریتونه دی چی د افغانستان دولت یی باید وګالی ، هیڅګله هم داسی نه دی شوی ، چی یو هیواد د له صفره شروع کړی وی ، او له دغو بحرانونو او حکومتي مشکلاتو د هسی په مفتو کی تیر شوی وی ، دا بحرانونه باید راغلی وای ، او دا باید تیر شی.
نو ځکه پرونی حالاتو ته په کتو سره د ښاغلی حامد کرزی په شان ولسمشر ته ډیره اړتیا وه ، چی دا وطن یی له داسی حالاتو رابهر کړ ، چر ته چی تر ډیره دولتي اداري سیستم بیخی له منځه لاړ و . مګر ننی حالاتو ته په کتو سره افغانستان یوه داسی اولسمشر ته ضرورت لری ، چی قاطع او جدی وی ، قانون پوه او په دولتی اداری کارونو کښی د یوه مسلکی کارپوه پشان ښه مهارت ولری . ښاغلی اشرف غنی احمدزی د اوس وخت هغه پوه او د سالمی حکومتدارۍ په کچه مسلکی شخصیت دی ، چی د افغانستان وګړی ورباندی د یوه راتلونکی اولسمشر په حیث باور کولی شی ، ښاغلی احمدزی یو له هغه کاندیدانو څخه دی ، چی په هره تلویزونی مناظره کی یی دا په ثبوت رسولی ده ، چی افغانستان ورته اړتیا لری .
دی ده په خبرو کی هسی دوعاګانی او تشی وعدی نه دی، بلکی ټولی خبری یی د یوه دولتی چارو کارپوه او د وخت ضرورتونه ته منطقی ځوابونه دی . نو زه دا په زغرده ویلی شم ، چی اوس موږ د داسی یوه حکومت لپاره چی هلته ادری سیستم کی مسلکی نیمګړتیاوی موجودی دی ، دغه شخص ته ضرورت دی .
افغانستان باید نوری نړی ته په زبات ورسوی ، چی موږ دا نیمګرتیاوی او هغه کمزوری چی د یوه راتلونکی پرمختللی هیواد د مسولیت په حیث لرو ، له منځه وړلی شو . موږ د ښاغلی حامد کرزی څخه هم مننه کوو ، افغانستان یی له داسی حالاتو رابهر کړو ، چی دا یوه لویه ننګونه وه .
مګر زه اوس د یوه افغان وګړی په حیث له ښاغلی اولسمشر حامد کرزی څخه دا هیله لرم چی خپلی لاسته راوړنی د په اوبو نه لاهو کوی ، دا په دی مانا پریږه چی ټولټاکنی شفافی ترسره شی او افغانستان د یوه داسی اولسمشر څیښتن شی ، هغه نیمګړتیاوی چی د وخت مجبوریتونه و نوره ورته د پای ټکی کیښودل شی . پای هلمند پردیس اوکراین د ادیسی ښار