د فراه والی الحاج محمد عمر شیرزاد نن د فراه ولایت دټولو ولسوالیواو مرکز دلسګونو عالمانو او ملاامامانو سره دولایت مقام دغونډو په تالارکي ولیدل.
غونډه سهار۹ بجي دقران عظیم الشان په تلاوت پیل شوه، ورپسي دفراه ولایت دعالمانو دشورا مشر مولوي غلام محمد روحاني او همدا ډول یوه بل تن عالم خبري وکړي. نوموړو والی شیرزاد ته مبارکي اوښه راغلاست وویله او دلوی خدای (ج)څخه غوښتنه وکړه چي دفراه ولایت دخدمت لپاره تل هڅي اوهاند وکړي همداډول یی ورته داوږد ژوند هیله وکړه.
نوموړو زیاته موږ عالمان دتل په څير ددولت دهرډول کاري پلانونو اوبرنامو څخه ملاتړکوو.هغه کسان چي په یوه اوبل نوم غواړي داسلام دنوم څخه ناوړه ګټه پورته کړي هيڅ وخت اجازه نه ورکو. هغوی دوالی څخه غوښتنه وکړه چي دعالمانو مشورو او نظریاتوته دي غوږ ږنیسي نو هله ده چي خلک لاډير پردولت باور کوي او داوسنیو ناخوالو په ورکولو کي هم موثر تمامیږي.
ورپسي دفراه والی الحاج محمد عمر شیر زاد خبري وکړي.لومړي ډيره قدردانی وکړه چي عالمان دولایت مقام ته راغله او په دي ګرمه هوا او روژه کي غواړي خپلي مشوري او نظریات شریک کړي .
والي شیرزاد زیاته کړه لکه څنګه چې عالمان په ټولنه کي د ډير قدر او احترام خاوندان دي نو همداسي ډير مسولیت هم لري، دا په دي مانا چي دعالمانو خبري هرڅوک په ټولنه کي اوري او باور پري کوي .اړینه ده چي عالمان په مساجدوکي تبلیغ وکړي ترڅوپه اوسني وخت کي چي په یوه اوبل نوم ډيري ناخوالي رواني دي ورته دپاي ټکی پریښودل شي .والی وویله چي په اوسني انفجاراتو کي ډير بیګناه خلک وژل کیږي اړینه ده چي په اړوندیی څه وویل شي.
په پای کي عالمانو دوالی خبري پرځآی وبللي او ژمنه وکړه چي دتیر په څيربه حق ته حق او باطل ته باطل وایی ،همداډول یی په ډاګه کړه چي موږ دعالمانو شورا په هروخت کي دخپل اسلامي جمهوري دولت سره یو.
په پای کي دولایت مقام له خوا هرملا امام ته یوه جوړه کالي او دلاري کرایه اومصرف چي پام کي نیول شوی و ورکړه شوه.
عبدالرحمان ژوندی