په دې وروستیو کې د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو لپاره خلک ځانونه نوماندوي.
په دوی کې تر ډیره هغه خلک هم شته چې یوه یا دوه دورې یې په ملي شورا کې د خلکو استازولي کړې ده.
دغه وکیلان اوس بیا له ولس سره د خپل هدف تر لاسه کولو په موخه ځان یوځای کوي او تر نورو وختونو اوس د ولس ستونزو ته رسیده ګي هم کوي.
د همدغه ولسي خلکو په رایه دوی تر ولسي جرګې رسیدلې، خو بیا یې په مقابل کې ورسره څه کړې؟
له ډیرو قومې مشرانو مې اوریدلې چې دیوې ستونزې په اړه یې د اړوند ولایت وکیل کور ته ورغلي خو په لیدو یې نه دي بریالي شوې. او که ورسره یې کتلې هم وي یوازې ژمنې ورسره شوې خو عمل کې نه دي تر سترګو شوې.
وکیلانو سره دا ستونزه یوازې یو ولایت پورې محدود نه ده، بلکي ډیری ولایتونو کې خلکو د خپل بریالي شوې وکیل کارونه او ورسره د کړیو ژمنو عمل لیدلی.
دغه وکیلان چې د ولس د ستونزو په حل کولو کې پاتي راغلي، ځانونه به ورته ښه معلوم وي.
نور دي کړیدلې ولس ته د ځان سپیناوی نه کوي او نه دي هم نور د دغه بي وسه وګړو حق خوري، په خپلو راټولو کړیو پيسو دې بسنه وکړي.
خلک اوس د دوی په ترسره شویو نارواو خبر دي خپل ځانونه دي نه ستړي کوي او نه دي هم بیا د ملت حق خوړلو ته مټي رانغاړې.
پریږدئ! چې د ولس خواخوږې ددغه کړیدلې ملت په درد دوا شي او دغه زوریدلې قوم ته د خدمت جوګه شي.
که څه هم چې په دې وروستیو کې عام خلک جګړو،غربت، ناخوالو او نورو… ستړي کړې خو بیا هم اوس په دې پوه شوي چې د خپلې استازولۍ لپاره داسې کسان وټاکي چې د هېواد ابادۍ ته ژمن، او په کار پوه وي تر څو دغه بي چاره ولس له شته ناخوالو خلاص او د سوکاله ژونده برخمن شي.