اروايي ستونزې او درملنه (۱)
په معاصره نړۍ کې يوه بله نوې رواني ستونزه، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ورسره خلک لاس او ګرېوان دي او ترې ځورېږي؛ له ټولنې ويرېدنه يا (Social Phobia) ده، دا ستونزه د هر عمر په خلکو کې موندل کېږي؛ خو په عمومي توګه ځوانان او نوي ځوانان ترې ډېر ځورېږي، داسې، چې د دوی د ژوند پر هره برخه ناوړه اغېزې غورځوي، پوښتنه دا ده، چې د دې ستونزې تعریف څه دی؟!
ارواپوهانو د دې ستونزې تعريف په دې ټکو کړی: دا يوه ټولنيزه طبيعي ناروغي ده، چې پرې اخت کس له خلکو سره د مخامخ کېدو او د هغوی پر وړاندې د خبرو کولو پر مهال پر خپل ځان باور له لاسه ورکوي، د وېرې احساس کوي، رنګ يې ژېړېږي، د زړه دربا يې زياتېږي، خولې پرې را ماتېږي، غږ يې لوړ او ټيټېږي او کوښښ کوي، چې هر څومره ژر ممکنه وي له هغه ځايه ووځي.
درملنه:
حقيقت دا دی، چې دا دومره لويه ستونزه نه ده، چې حل ونلري؛ خو ستونزه دا ده، چې انسان پخپله ځان ته دا ستونزه غټوي او پرېږدي، چې پرې برلاسې شي؛ خو بهر حال هغوی، چې پرې اخته دي، هیله ده دا لاندې دوه درملنې ورته ګټورې ثابتې شي:
۱. د دې ستونزې تر ټولو آسانه اروايي درملنه دا ده، چې انسان دا ستونزه حل کېدونکې او ساده وبولي، له ځان سره دې داسې ووايي، چې هغه خلک، چې دی ورسره له مخامخ کېدو وېرېږي او يا يې پر وړاندې خبرې نشي کولای؛ هغوی هم د ده په څېر عادي انسانان دي، ګوندې بلاګانې يا کوم ناشنا مخلوق نه دی، چې دی بايد ترې ووېرېږي او يا يې پر وړاندې خبرې ونشي کړای، ځان ته دې د دې خبرې القاء وکړي، چې دا اصلا يو ډول وهم دی، چې پرې اخته يم او ان شاء الله په عملي ډګر کې له خلکو سره د مخامخ کېدو او د هغوی پر وړاندې د خبرو کولو په واسطه به دا ثابتوم، چې دا هسې یو وهم و او دا دی اوس مې ثابته کړه، چې زه پرې اخته نه يم.
۲. د دې ستونزه يوه بله مهمه درملنه د (خيالي تصور) په نوم درملنه ده او هغه دا، چې په دې ناروغۍ اخته کس په خپل ذهن کې داسې انځور کړي، چې يوه لويه ډله خلک يې مخې ته ناست دي او دی ورته وينا کوي، داسې دې انځور کړي، چې هغوی ټول ده ته په ځير ځير ګوري؛ خو دی په پوره بې پروايۍ او ډاډه زړه خپلې وينا ته دوام ورکوي.
يادونه: هيله ده په راتلونکې کې دې لړۍ ته لا پسې دوام ورکړای شو، ان شاء الله.
ډاکټرصاحب ډیری اړینی موضوع ته مو پام کړی هیله ده چی نوره یی هم وغزوی او داسی لاری چاری مونږ او نورو ملګرو ته ور په نښه کړی چی ترڅو پری وکړی شی له دی ستونزی ځان خلاص کړی. مننه .