تاند- د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن نن /دوشنبه/ له پاکستانه وغوښتل چې د طالبانو د مشر د وژلو لپاره د امریکا د بې پېلوټه الوتکې له برید سره سره خپله اکمالاتي لار په افغانستان کې د ناټو پر مخ پرانستې پرېږدي.

د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر نن وویل چې په خپله صوبه کې به د ناټو اکمالاتي لار بنده کړي.

د پاکستان مرکزي حکومت هم ویلي چې له امریکا سره به پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.

د پاکستان مرکزي حکومت دا خبره وروسته له دې وکړه چې طالبانو د پاکستان حکومت ته د غچ اخیستلو خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د پاکستان حکومت حکیم الله مسود پر امریکایانو وپلوره.

د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وویل:«اطمینان احساسوم چې پاکستاني چارواکي به اکمالاتي او ترانزیتي لارې پرانستې پرېږدي ځکه چې د پاکستان ګټه په دې کې نغښتې ده چې د سیمې په ثبات او امنیت کې مثبته ونډه واخلي.»

د پاکستان حکومت د حکیم الله مسود وژنه غندلې او ویلي یې دي چې دا برید له طالبانو سره د سولې د خبرو پرضد برید و. خو د ناټو د اکمالاتي لارې د بندولو وړاندیز یې، چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان کړی و، رد کړی دی.

د پاکستان لارې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتو لپاره اصلي ترانزیتي لارې دي.

راسموسن د امریکا د بې پېلوټه الوتکې د تېرې جمعې د حملې په اړه، چې په نتیجه کې یې د طالبانو مشر حکیم الله مسود ووژل شو، له څه ویلو ډډه وکړه خو د بې پېلوټه الوتکو د حملو دفاع یې وکړه، ویې ویل «ترهګر د ټولې سیمې لپاره خطرناک دي.»

ده همداراز وویل، باور لري چې د پوځیانو او ملکیانو په ګډون پاکستاني چارواکو دا درک کړې چې په افغانستان کې سوله او ثبات د اسلام اباد ګټه ده.

ده دا هم وویل چې د افغانستان او پاکستان امنیت له یو بل سره تړلی دی. که په یوه کې امنیت نه وي په بل کې هم څوک امنیت نه شي لیدلی.

0 thoughts on “له پاکستانه د اکمالاتي لارو په اړه د ناټو د سرمنشي غوښتنه”
  1. ملگرو سلامونه و منی :
    د عمران خان چغی وهل د ناټو د اکمالاتی لاری د بندیدو په اړه یو خوب لیدل دی ، هغه ساده خو اوس اوس د سیاست دریاب کښی را گډ شوی دی ، د یو ښه لامبوزن پیخی کوی او هڅه کوی تر څو نړی ته ځان وپیژنی خو هیڅ په خاورو هم نه پوهیږی زر ده چی غرق شی .
    عمران خان پدی هم نه پوهیږی چی آیا د پاکستان حکومت ددی جرئت او صلاحیت لری چی د ناټو اکمالاتی لاری بندی کړی ، او پدی هم نه پوهیږی چی د پاکستان د فوځ معاشات څوک ورکوی که لاره بنده شی ، بیا به څه پیښ شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *