تاند، دوشنبه، د میزان ۱۵مه: په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې یو این ایچ سي ار د بېرته ستنېدونکو افغانانو په بهیر کې سستوالي ته اندېښنه ښودلې او وايي، تر اوسه په اووه میاشتو کې ۴۵۹۹ افغانان بېرته په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

اکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د یو این ایچ سي آر د یو مهم چارواکي له قوله ویلي، دوی هر کال افغانانو ته د بېرته ستنېدو په برخه کې ځینې اسانتیاوې اعلانوي خو سږ کال د ستنېدو په بدل کې هر افغان ته ورکول کېدونکې پیسې کمې وې.

  دغه سرچینه وايي، معلومات یې ښيي چې پخپله خوښه افغانستان ته له پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو شمېر ۶۰ سلنه کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره وايي، د سږني ۲۰۱۹ کال په ۸ میاشتو کې ۱۴۰۱۷ کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي، مګر دا سلسله د ۲۰۱۹ کال له اولې میاشتې وروسته په تدریج سره د پام وړ کمه شوې ده.

 د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره وايي، د کډوالو د راستنېدنې په بهیر کې سوکه والی له دې کبله هم راغلی د ژمي موسم په رارسېدو دی.

دا مهال  په پاکستان کې ۱ اعشاریه ۴ میلیونه افغانان په قانوني شکل د کډوالۍ ژوند کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *