تاند- د پاکستان سترې محکمې د هیواد لویې څارنوالۍ او مرکزي حکومت ته امر کړی چې له هیواده د ولسمشر اصف علي زرداري پر وتلو بندیز ولګوي.

د ښاغلي زرداري د ولسمشرۍ دوره د راتلونکې سپټمبر په اتمه نېټه پای ته رسېږي.

د زرداري پرخلاف شکایت شوی چې امریکا ده ته مخکې تر مخکې خبر ورکړای و چې پر اسامه بن لادن برید کوي خو زرداري په دې اړه پوځ او استخباراتو ته مالومات نه و ورکړي.

د زرداري پر ضد دا شکایت د شاهد اورکزيي په نوم یوه ژورنالیست کړی دی.

اورکزيي سترې محکمې ته په خپله عریضه کې ویلي چې ولسمشر زرداري د القاعده د مشر د وژلو له عملیاتو مخکې تر مخکې خبر و خو ده د هیواد وسله وال پوځ ته په دې باب څه نه و ویلي.

لوېدیځو چارواکو په ځلونو ویلي چې د پاکستان پوځ له ترهګرو ډلو سره تار لري او په ځلونو یې چې پر کوم تروریست د حملې په اړه مالومات ورسره شریک کړي تروریست له حملې خبر شوی او له سیمې وتلی دی.

د القاعده شبکې اوسنی مشر ایمن الظواهري په تېرو کلونو کې لږترلږه دوه ځلي تر حملې یو یا نیم ساعت مخکې خپل ځای بدل کړی دی.

د زرداري په خلاف يه شکایت ک ویل شوي چې د ایبټ اباد د قضیې (د بن لادن د وژلو عملیات) د څېړنې کمیسون دې هم پوښتنې ګروېږنې وکړي او تر څو چې دا کمیسون خپل تحقیقات بشپړوي له هیواده دې د زرداري پر وتلو بندیز ولګېږي.

د سترې محکمې قضايي پلاوي د اورکزي شکایت تایید کړ او لوی څارنوال ته یې امر وکړ چې په دې اړه پرېکړه وکړي.

ټاکل شوې ده چې پر دې دوسیې د سپټمبر په درېمه بیا غور وشي.

د پاکستان پوځ او د زرداري ویندوی هغه راپورونه رد کړي چې ولسمشر تر حملې دوې ورځې مخکې پوځ ته مالومات ورکړي ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *