تاند- د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ او د مهاجرت نړیوالې ادارې له پاکستانه خپل هیواد ته د زیات شمېر افغان کډوالو د ستنېدو له کبله د بشري بحران د زیاتېدو په وړاندې خبرداری ورکړ.

د دغو دوو نړیوالو ادارو په وینا له پاکستانه د ورځې ۷۴۰۰ افغان مهاجر افغانستان ته اوړي.

د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د ۲۰۱۷ م کال د مارچ تر ۱۵ مې پوري وخت ورکړی چې په خپله خوښه په دې موده کې خپل هیواد ته ستانه شي.

د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري (UNHCR) او د مهاجرت نړیواله اداره (IOM) اټکل کوي چې د راتلونکي میلادي کال د مارچ تر ۱۵ پوري به افغانستان ته د ۱ ملیون او ۱ نیم ملیون ترمنځ کډوال بېرته ستانه شي او دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د وروستیو حملو له کبله په لکونو نور افغانان دننه په خپل هیواد کې بې ځایه شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې پاکستان د سیاسي ملحوظاتو پر اساس پر افغانستان د فشار راوړلو له کبله افغان مهاجر مجبوروي چې افغانستان ته لاړ شي.

د بشري چارو د همږغۍ دفتر د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د بشري وضعیت په درېم راپور کې وویل چې افغانستان ته په بېرته ستنو شویو کسانو کې ۶۰ سلنه ماشومان دي. ۸۰زره یې تر ۵ کلونو کشران دي چې فوري روغتیايي اسانتیاوو او تغذیې ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *