د بې ځایه سوو او بیا راستنېدونکو په اړه د وزیرانو شورا فرعي کمېټې په پاکستان کي د افغان کډوالو په اړه ناسته وکړه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وزیرانو شورا په چوکاټکي د کورنیو بې ځایه سوو او بیا راستنېدونکو فرعي کمېټې په پاکستان کي د افغان کډوالو د وضعیت په اړه ناسته وکړه.
دغه ناسته نن ماپښين په سپېدار ماڼۍ کي د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ او د ټولو اړوندو کورنیو او بهرنیو مسؤلو ادارو او نهادونو په ګډون وسوه.
د هیواد د کډوالو او بیا راستنېدونکو وزیر سید حسین عالمي بلخي غونډي ته په پاکستان کي د میشتو افغان کډوالو د وضعیت په اړه معلومات ورکړل او وویل، چي په دې اړه ئې په دوه اړخیزو او درې اړخیزو غونډو کي بحثونه کړي دي.
نوموړي زیاته کړه،چي افغانستان، پاکستان او کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په پاکستان کي د غیر راجستر سوو افغان کډوالو په اړه بحث کړی وو او توافقات هم سوي وه،چي متاسفانه پاکستاني لوري د تیرو ژمنو مطابق عمل نه دی کړی.
هغه یادونه وکړه، چي د هیواد د کډوالو وزارت او اړوندو نړیوالو ادارو له پاکستاني مسؤلینو سره د افغان کډوالو د اخراج او نوي ضرب الاجل په اړه خبري کړي او پر دې کار روان دی، چي د کډوالو بیرته راتګ په جبري توګه ونه اوسي.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل،چي هم افغاني ادارې او هم نړیوال همکاران کار وکړي څو، د کډوالو مسائل د سیاسي بحثونو او تبلیغاتي هڅو قرباني نسي او په دې برخه کي سوي درې اړخیز توافقات عملي سي.
نوموړي زیاته کړه، چي باید په دې برخه کي لا نور مذاکرات وسي او په هیڅ صورت سره کډوال په زوره له پاکستان څخه ونه ایستل سي، خو په خبره ئېچي له پاکستان سره د هڅو او تلاښونو ترڅنګ په کور دننه هم باید لازمه امادګي ونیول سي.
هغه یادونه وکړه، چي دا ستونزي ته باید د افغان دولت او نړیوالو مرستندویه نهادنو په سطحه لومړیتوب ورکول سي او پر وخت و زمان اساسي مشکلاتو ته رسیدګي وسي.
اجرائیه رئیس همداراز وویل، چي په کور دننه باید د بیا راستنېدونکو د سرپناه، لومړنیو خدماتو برابرولو او کار موندني په برخو کي هم لازم فعالیتونه وسي او په عاجله توګه د اړمنو لاسنیوی وسي.