د افغانستان په هکله زموږ د ګاونډی هيواد پاکستان پاليسي په دې تمرکزکوي چي بايد په افغانستان کې د جنګ لمبې بلې اولاګرمې شي.
په تاسف سره وايم چي د ياد هيواد د افغانستان په هکله تراوسه پوري اهميت دومره زيات دی چي سره له دې چي تقريبًا ټول افغانان په دې پوه شوي دي چي د افغانستان ترټولوغټ دښمن پاکستان دی خو بياهم ټول په دې پوه دي چي پاکستان ونه غواړي نه په افغانستان کي سوله راتلای شي اونه جگړه پای ته رسېږي.
دا ډېره دغم اوخواشينۍ خبره ده چي نوموړی هيواد چي د افغانستان سره خواخوږي نه لري اوگټي په دې کې لټوي چي په افغانستان کې جگړه دوام ولري بياهم دومره اهميت ولي لري؟
د دې سوال جواب دا دی چي دا غم موږ ته له ځانه راپېش دی که افغانان ځانونه اصلاح کړي نو بيا به ستونزه حل وي او افغانان به له دغه ستر دښمن څخه وژغورل شي که داسي نه وي نوکه هرڅومره طمعې ترې ولرو بېځايه به وي.
د ټولو افغانانو پوه کېدل او د ټولوپه دې خبره اتفاق خوبه ډېرناشونی وي چي د پاکستان گټوته پام نه کوي او د خپل کور د جوړولو او د خپلو مسلمانو وروڼو د وينو د تويېدلو مخنيوی وشي خو بياهم که د افغانانو مشران خپله دې کارته ژمن شي اوپه دې لارکي خپلي هڅي ونه سپموي او د پاکستان اونورو بهرنيانوپه اشارو ونه چلېږي نوان شاءالله دا کارشونی دی چي په ترڅ کي به يې د تل لپاره له دغه ظالم اوبې رحمه گاونډي څخه نجات ومومو.
خصوصًاطالبان اوحزب اسلامي بايددغه سترخدمت دهيوادلپاره وکړي چي دپاکستان له منگولوځانونه خلاص کړي اوخپله مبارزه دي سياسي کړي.
زه اميدلرم چي که طالبان اوحزب اسلامي سياسي مبارزه پيل کړي اوله دې لاري دامريکايانودايستلوهڅي اوپه هيوادکي داسلامي نظام لپاره سياسي هڅي وکړي ان شاءالله له دې لاري به په ډېره ښه توگه وتوانېږي چي دغه سترمرام ته ځانونه ورسوي.
که داسي ونه کړل شي نوپه دې بايدځانونه پوه کړي چي دجگړې له لاري هم خپل هدف نه شئ ترلاسه کولای ځکه دغه ستردښمن پاکستان چي راسره وي نوهيڅکله به هم دخوشحالۍ ورځ ورڅخه ونه وينو.
که دانن خارجيان ووزي نودپاکستان هڅه به داوي چي کورنۍ جگړه پيل شي له هغه وروسته به بيادطالبانوپه منځ کي داختلاف لپاره هڅي کوي څوافغانان په جگړوکي مصروف وساتي.
نوله دې امله زه ټولوخواووته وايم چي نوردغه دغم لړۍ ته دپای دټکي دکېښودلوهڅه وکړئ اونورپه دې مظلوم اوغمجن اولس رحم وکړئ.
مه پرېږدۍ چي پاکستان نورهم خپلولوبوته دوام ورکړي اوخپل شوم پلانونه راباندي پلي کړي.
زماداعقيده ده چي پاکستان سره ددې چي اسلامي هيواددی خوبيايې هم داسي سخت زړي اوظالمان واکمنان دي چي ترکافرانوهم دافغانستان په هکله بې رحمه دي.
دغه بې رحمه دافغانانوپه هيڅ تکليف نه خفه کېږي داپه داسي حال کي چي داسلام تقاضاخوداده چي بايدپربل مسلمان بايدپېرزوينه ولري آن تردې چي که ستاگټه اودبل مسلمان گټه سره په ټکرکي شوې نواسلام داوايي چي بايددمسلمان گټي ته لومړيتوب ورکړې نه داچي خپلي گټي ته.
خوافسوزديادهيوادظالم واکمنان له افغانانوپه هيڅ نه راضي کېږي.
دغمځپلي افغان دسوکالۍ په هيله
گرانه وروره پاکستان څورلس کاله مخ پاکستان نه دی نه افغانستان د۹۵ کال افغانستان دی پاکستان ضعیف شوی او په کورنی جگړه کی راگیر دی خوترډیره زمونږ میډیاله پاکستان څخه یونه ماتیدونکی ځواک جوړکړی خو داسی نه ده تاسی په کراچی وگوری یوگوند پاکستان په گونډو کړی دبلوچو مبارزه اوس له چا پټه نه ده او پشتونخوا خو تاسی ته معلوم ده اوس شه لار افغانستان کی یو قاطع مشر ته ظرورت لرو په زاری اوپه هیله لیونی سپی ستا شا نه پریږدی ډب غواړی دا د زهروغړپ به کو که نن ی که سبا
Da zahro ghwrrap da shazalmo kar dy da staso pan shan beghairata aw daroghjano khalko kar na dy.Pakar da che Pakistan da zahro ghwrrap wakrree ao da Afghanistan lanja da hamesha da para da manza yawsee.No bia ba na Afghanistan wee aw na ba sa lanja wee.