تاند- افغان طالبانو له پاکستاني دیني عالمانو او ملایانو غوښتي چې د افغانستان- پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو په کنفرانس کې ګډون ونه کړي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، طالبانو د پاکستاني دیني عالمانو د شورا د رييس مولانا طاهر اشرفي په ګډون د دې شورا غړیو ته لیک استولی او له هغوی څخه یې په کلکه غوښتي چې د افغانستان په اړه د دیني عالمانو کنفرانس بایکاټ کړي.
د پاکستان ډیلي نیوز ورځپاڼه وايي چې د طالبانو د لیک یوه کاپي یې ترلاسه کړې؛ چې پکې راغلي«شریفو عالمانو ته زموږ پیغام دا دی چې په داسې غونډو کې له ګډونه ځان وساتي او په افغانستان کې یرغلګرو کفارو ته فرصت ورنه کړي چې د دوی له نوم او ګډون څخه د ناروا هدفونو لپاره کار واخلي.»
د پاکستان د دیني عالمانو د شورا ريیس مولانا طاهر اشرفي ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د اسلامي عالمانو په کنفرانس کې بلنه ورکړل شوې خو ګډون به پکې ونه کړي.
اشرفي په عین حال کې ویلي چې د پاکستان د دیني عالمانو شورا نور غړي د نړۍ په بل هر ځای کې د سولې ملاتړ کوي.
تېره اوونۍ د افغانستان د سولې د عالي شورا سرچینو وویل چې د راتلونکې جمعې په ورځ به د اتفغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمان په جاکارتا کې د افغانستان د جګړې په اړه غونډه وکړي. خو د دې شورا ځینو نورو سرچینو وویل چې لا د غونډې دقیقه نېټه نه ده ټاکل شوې.
په عین وخت کې سعودي عربستان او اسلامي کنفرانس سازمان د افغانستان د جګړې په اړه د درستې اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د یوه ستر کنفرانس د دایرولو اراده لري.
په دې معنا چې د افغانستان له ورانولو څخه په هیڅ وجه لاس نه اخلي
دی غوندی ته د ینی عالمانو ضرورت نشته یو څو دی ای ایس آی جنرالان یا خورد ظابتان دی ګډون پکښی وکړی د طالب پلار به یی منی. طالبان هیڅ وخت خود مختاره ندی او د پاکستان علما د پاک آرمی له اجازی پرته والله که یوه مدرسه هم وچلوی. د پاکستان دا مدارس ددی له پاره ندی چی ښه عالمان تر فارغ شی بلکی ددی لپاره دی چی پاکستان خپل رقیبان ټول لدی مدرسو وټکوی او جنګ توود وساتی او اصلی هدف یی دادی چی پښتانه ختم، زهیر ،بی تعلیمه او په خپلو کښی وجنګوی د خدای په خاظر طالبانو لږ په په اسلامی سیاست ځان پوه کړی آخر زموږ نه هم فلسطینان جوړوی. که ریښتیا را باندی وایاست کوم جهاد چی په پاکستان فرض دی والله که په افغانستان کښی روا وی. دغه ۳۰۰۰۰ پښتانه چی د پرویز بی شرفه له لاسه ورک او خرڅ شول دا ټول ستاسو له لاسه په ورځ د محشر به مو ډیر یتیمان تر ستونی نیسی هلته بیا دا لمده ژبه نسته.
اشرفي په عین حال کې ویلي چې د پاکستان د دیني عالمانو شورا نور غړي د نړۍ په بل هر ځای کې د سولې ملاتړ کوي.