پاکستان د خپل جوړښت سره سم په خپلو ګاونډیو هېوادونو کې لاسوهنه شروعت کړه خو بدبختانه له تیرو څلویښتو کلونو راهیسي په افغانستان کې دشوروي د برید سره سم پاکستان ته د زیاتې مداخلي ترڅنګ داسي چانس په لاس ورغی چې دافغانستان دحکومت د ټاکلو صلاحیت یې هم درلود او دشوروی دماتي وروسته یې په کابل کې حکومت هم وټاکلو او بیا یې ورپسی طالبان رامنخ ته کړل او دهغوۍ ټول مسایل پاکستاني تقاعد شوي او برحاله جنرالانو په واک کې نیولی وو .

خو د 2001 کال کې چې نړیواله ټولنه کله افغانستان ته راغله نو یو ځل بیا افغانانو سره دا هیلې پيدا شولي چې ګواکې نور به دپاکستان له اثر څخه خلاص شي او به کولي شي چې په اسانۍ سره دخپل  هېواد بهرني او کورنی سیاست مخته یوسي خو بدبختانه په دي وخت کې پاکستان یوه بله لوبه په لاره واچوله او هغه لوبه د طالبانو بیا خل ملاتړ وو او دهغوۍ بیا روزنه او هغوۍ تمویلول وه چې وکولي شي له دي لاري خپل تاثیرات په افغانانو او افغان دولت باندي وساتي خو بدبختانه پاکستان نه یوازي داچې طالبان دفشار دالي په توګه کاروي بلکې نوري ټولې هغه لاري چاري هم کاروي کوم چې دټولو نړیوالو قوانینو خلاف دي لکه د افغان مهاجرو څخه غلطه ګټه اخسل ، دافغان سوداګرو په وړاندي دترانزیت لارو تړل او په پاکستاني مدرسو کې د افغانستان پرضد دذهنت جوړولو چې همدي ټکو ته په کتو ولسمشر محمد اشرف غني پریکړه وکړه چې د طالبانو سره د سولي دخبرو اترو ترڅنګ پاکستان سره هم باید دولت په دولت خبرې وشي ترڅو داستونزه له یو مخې حل شي داچې پاکستان سره دولت په دولت خبري ولي وشي غواړم دلته پري بحث وکړم .

لومړی  له طالبانو څخه ملاتړ !

لکه مخکې مې چې اشاره ورته وکړه پاکستان بدبختانه د حکومت په کچه له طالبانو او تروریستی ډلو ملاتړ کوي په داسي حال کې چې یو شمیر هېوادونه که د تروریستي ډلو ملاتړ هم کوي داشخاصو په کچه وي خو د پاکستان ټول نظامي جوړښت د طالبانو او تروریستي ډلو څخه په ډیره سپین سترګۍ ملاتړ کوې او دي ملاتړ په داسي حالت کې دوام ورکوي چې وایې ګواکې له دي لاري غواړي خپل ستراتیژیک عمق په کابل کې وساتي او دهندوستان د فعاله حضور مخنیوي وکړي او داسي انګیري چې ګواکې هندوستان دافغانستان خاوره دپاکستان پرضد کاروي خو په اصل کې خپله پاکستان دي مسلې ته زمینه برابره کړي ده او هغه بستر چې طالبانو ته پاکستان د افغانستان داناامنۍ لپاره برابر کړی دی ددي لامل شوی دی چې دپاکستان یو شمیر سیمې هم ناامنه شي او دا خپله هغه څه دي چې پاکستان یې ترسره کوې نو دهمدي له امله ولسمشر غنې کوشش کوې چې دولت په دولت خبرې ترسره شي ترڅو دپاکستان اندیښني او ترڅنګ یې غوښتني په ښکاره توګه په میز کیښودل شي او ستونزه د تل لپاره حل شي .

دوهم سوي اسفتادي !

پاکستان بدبختانه هیڅ نړیوالو قوانیونو ته احترام نلري خکه دنړیوالو قوانینو له مخې هغه هېوادونه چې په وچه کې ښکیل دي نور هېوادونه چې دبحر سره لار لري مجبور او مکلف دي چې په وچه کې ګیر هېوادونو ته د ترانزیت او سوداګرۍ لپاره لار ورکړي خو بدبختانه پاکستان چې کله هم په سیاسي توګه له امریکا او یا له افغانستان سره اړیکې خړي پړي شي نو پاکستان په افغان سوداګرو باندي دفشار دالي په توګه کاروي او کوشش کوي چې له دي لاري په افغان ولس او افغان خلکو باندي فشار وارد کړي او له دي لاري له افغان حکومت او افغان ولس څخه امتیاز واخلي.

دریم !

پاکستان چې هر وخت تر فشار لاندي راشي نو د دیورند دکرغیړني کرښي دیخواته به د ګولیو ورول شروع کړي او هڅه کوې چې له دي لاري افغانان تر فشار لاندي ونیسي او ترڅنګ یې دافغان مهاجرو زورول هم شروع کوي ترڅو افغان دولت ورته سر ټیت کړي .

پورته ذکر شوو مسایلو ته په کتو ښکاره ده چې پاکستان په سیمه کې د همکاریو پربنسټ بهرنی سیاست نه لري او یوازي کوشش کوې د تروریستي ګروپونو په ملاتړ سره هېوادونه تر فشار لاندي راولي او له دي لاري خپلې ګټي خوندي کړي خو دوۍ باید نور پوه شي چې افغانستان اوس پخوانی افغانستان نه دی افغانستان اوس دنړیوالي ټولنې د پاملرني په مرکز بدل شوی دی او افغانستان اوس کولي شي د  سوداګریو لپاره بدیلي بي شماره لاري ولري نو پاکستان ته په کار ده چې له افغان دولت سره دولت په دولت خبرو ته رامخته شي او ټولې خپلې غوښتنې دمذاکراتو په میز مطرح او ترڅنګ یې باید له افغانستان سره د یو خپلواک دولت او هېواد په توګه خبرې وکړې ترڅو ددواړو هېوادونو ملتونه له دي بحران او فقر څخه ووځې او ولسمشر محمد اشرف غني هم باید دا مسله ټینګه کړي چې له پاکستان سره دولت په دولت خبرې کوو ځکه پاکستان په دولتي کچه د تروریزم ملاتړ کوې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *