تاند- د افغانستان ولسمشرۍ یا ارګ / سې شنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له پاکستان سره د افغانستان تر ټولو لوی اختلاف د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو په خانګړي ډول د حقاني شبکې د حضور پر سر دی.

په خبرپاڼه کې د حقاني شبکې په باب د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سرتاج عزیز وروستۍ څرګندونې د پاکستان د هغو ادعاوو تکرار بلل شوي چې له څه باندې لسو کلونو راهیسي یې کوي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز پرون پاکستان ته د امریکا د ملي امنیت د سلاکارې سوزان رایس له خبرداري وروسته وویل چې په شمالي وزیرستان کې پاکستاني پوځیانو په یو لړ عملیاتو کې د ارتباطي لارو او چاودېدونکو موادو د فابریکو په شمول د حقاني شبکې تاسیسات له منځه وړي دي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار همداراز ویلي چې حاضردمه د حقاني شبکې قوت له ۸۰ تر ۹۰ فیصده ځواک او تاسیسات په افغانستان کې دي او د افغانستان په پرتله په پاکستان کې د دې شبکې امکانات او ظرفیتونه خورا لږ دي.

خو د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وویل:«اسناد او شواهد ښيي چې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو مشران، اداره، بنیادي تاسیسات د پاکستان په خاوره کې دي او د افغانستان حکومت تا داسي اسناد چې په پاکستان کې د دغو شبکو حضور ثابتوي، د پاکستان حکومت ته سپارلي دي.»

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي« نړیوالې ټولنې هم دغه موضوع درک کړې ده چې د تروریستي شبکو او د هغې له جملې څخه د حقانې شبکې اډه د پاکستان په دننه کې موجوده ده. په پاکستان کې د حقاني د شبکې او د نورو تروریستي ډلو پر خلاف د اسلام آباد د اقدام په بدل کې له دغه هېواد سره د پوځي مرستو د مشروط کولو په باب د امریکا د متحده ایالاتو د چارواکو وروستی اقدام، د افغانستان په برحقه دریځ د تائید مهر لګوي.»

4 thoughts on “له پاکستان سره د افغانستان تر ټولو لوی اختلاف د حقاني شبکې پر سر دی”
  1. حقانی نیټورک اوطالبان خورشتیاهم په پاکستان کی دی لکه مجاهدین چی دروسانوپه وخت کی په پاکستان کی وه

  2. دسرتاج روبا دڅرګندونو څخه دامعلوميږي چه فکي ستان دآفغانستان سره صادق نه دئ اونه تصميم لري چه سوله دي زموږ په ګران هيواد کي وي.

  3. د دی پرځای چی دا معلومات فکی ستان ته ورکړی ښه به دا وی چی ملګرو ملتونو سازمان ، اسلامی کنفرانس سازمان ، ګاونډیو هیوادونو نړیوالو او کورنیو خبری آژانسونو او تلویزیونونو ته ورکړی او ټوله نړۍ پری خبره کړی چی فکی ستان د افغانستان په کورنیو چارو کی مداخله کوی او زمونږ بیګناه خلک وژنی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *