تاند- د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، افغانستان له پاکستانه غوښتي چې د دغه هیواد دیني عالمان دې د افغان طالبانو پر ضد فتوا صادره کړي.
ډان ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې لیکلي چې له پاکستان څخه دا غوښتنه په اکتوبر میاشت کې کابل ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه د سفر په لړ کې وشوه.
د ورځپاڼې د راپور پر اساس سره له دې چې باجوه افغان چارواکو ته ژمنه ورکړه چې پاکستاني دیني عالمان به د طالبانو خلاف فتوا ورکولو ته وهڅوي خو عملاً پاکستاني رسنۍ او چارواکي په دې اړه څه نه وايي.
ورځپاڼې همداراز لیکلي چې کابل ته د جنرال باجوه له سفره وروسته د دوو هیوادونو ترمنځ د همکاریو د زیاتېدو او د بې باوریو د پای ته رسېدو په شان د موضوعاتو خبرونه خپاره شول خو په دغو خبرونو کې افغان چارواکو ته د طالبانو پر ضد د فتوا ژمنې ته اشاره ونه شوه.
ډان وايي، سره له دې چې د طالبانو اکثره مشرانو په پاکستاني مدرسو کې زده کړې کړي او د پاکستاني ملایانو شاګردان دي خو دا احتمال نه ویني چې د پاکستاني دیني عالمانو فتوا دې د افغانستان د جګړې د شدت په کمولو کې مرسته وکړي.
ورځپاڼه په عین حال کې د پاکستاني دیني عالمانو لپاره دا سخته بولي چې فتوا ورکړي چې «د افغانستان اسلامي جمهوریت د پاکستان او نورو اسلامي هیوادونو په شان یو مسلمان او اسلامي هیواد دی او د هغه پر ضد جګړه ناروا ده.»
ډان ورځپاڼه وايي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ډېره هڅه وکړه چې داسې یوه فتوا له مولانا فضل الرحمن او مولانا سمیع الحق څخه واخلي، خو کرزی په خپل دې هدف کې بریالی نه شو.
حامد کرزی خو له خپل سر څخه کار نه وو اخیستی هغه دا چې ملا فضلو او ملا سمو ته یې یو څه په خله کړی وای بیا به دا کار شونی وه .
بله دا چې زه له ټولوهیوادوالو څخه غوښتنه کوم چې دوی ته مولانا ونه وایی مولانا یعنی زمونږ مشر خو ملا فضلو او سمو زمونږ مشران نه دی.
ولی موزدومره خای وهلی او بیعقل یو ، چی له پاکستانه فتوا غوارو؟