تاند- (دوشنبه، د عقرب ۲۷) په افغانستان کې د هوا د سړېدو او د ژمې د رارسېدو له کبله ملګروملتو له پاکستان څخه په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنولو پروګرام د درو میاشتو لپاره وځنډاوه.
پاکستاني رسنیو نن (دوشنبه) د باوري سرچینو په قول وویل چې د کډوالو لپاره د ملګروملتو لویې کمیشنرۍ د افغان کډوالو د خپلې خوښې ستنېدا درولې او دا لومړی ځل نه دی چې د افغان کډوالو د ستنېدا پروګرام ځنډېږي بلکې هر کال د دسمبر او فبرورۍ د میاشتو ترمنځ د افغانستان په مختلفو سیمو کې د هوا د سړېدو له کبله د کډوالو د بېرته ستنېدو چارې درول کېږي.
د کډوالو د لویې کمیشنرۍ چارواکي وايي، راجستر شوي افغان کډوال، چې د مهاجرت کارتونه لري، خپلو اصلي مېنو ته ځي خو د دې لپاره چې په افغانستان کې هوا سړه شوې نو هم کډوال او هم د کډوالو د بېرته ستنولو د چارو مسوولان د بېرته ستنولو په پروسه کې له ستونزو سره مخامخ کېږي.
د یو این ایچ سي آر یا د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ یوه چارواکي ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته وویل، د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر د دسمبر، جنورۍ او فبرورۍ د میاشتو لپاره ځنډول شوی خو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په پای کې بیا پیلېږي.
ترڅو چی دولت په مجموعی ډول ټول افغان مهاجرد ضرب الاجل په ټاکل کیدو سره را ونباسی او نړیوالو ته ونه وایی چی باید د دوی (مهاجرو) کورنی ستونزی حل او ښارجوړونی او ښاروالی ته امر وکړی چی له پاکستان حکومت ټول احصایه واخلی او هغه مطابق ټولو ته نومری برابری کړی او بیا هغه کسان چی کور نلری پدی لویو دښتو کی ځای پر ځای کړی ګمان نه کوم تر هغه زموږ او پاکستان دا جنجال حل شی
ځکه پاکستان له همدی مهاجرو ګټه پورته کوی او د خپل نشراتو او تبلغاتو له سانسور لاندی راولی او دلته یی د دولت پر ضد جنګوی چی افغان د توپک مرمی په افغان لګیږی
دولت باید دی چاری ته لومړی توب ورکړی او ولسمشر غنی باید دا موضوع د یادداښت په کتابچی وساتی او په هر جلسه کی اړوندو چارواکو راپور او پیشرفت وغواړی