تاند – د ننګرهار ولايت د تورخم په سیمه کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې د راستنېدونکیو افغانانو د کډو تر نامه لاندې لارۍ کې ۱۲ میله وسله ونیول شوه.
ویل کیږي، چې له وسلو سره ۲ مشکوک کسان هم نیول شوي او په جرم یې اعتراف هم کړی دی.
خبري رسنۍ وایي، چې د کډوالو په نامه دغه لارۍ له پاکستان څخه راغلې وه چې په تورخم کې د امنیتي کسانو په دام کې ونښته.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګیاڼی وایي، چې امنیتي ځواکونو د دغې لارۍ د تلاشۍ پر وخت ۱۱ میله تومانچې، ۱ میل کرینکوف او ۲۲ شاجورونه نیولي دي.
خوګیاڼي وویل، چې د وسلو په تړاو له پاکستان څخه راستون شوى کډوال زريالى او موټروان معشوق نيول شوي دي.
افغان چارواکي او د پوځي چارو پوهان وایي، چې پاکستانۍ استخباراتي ادارې له خواوشا څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان د خلکو او حکومت پر ضد وسله وال یاغیان تربیه کوي او په وسلو یې سمبالوي خو دا لا معلومه نه ده چې په دې پېښه کې د هغه هېواد استخباراتي ادارې څومره لاس لري.