تاند – له پاکستان څخه قاچاق شوي څه باندې ۶ کیلو ګرامه هیرویین د نایجریا د لاګوس ښار په مورتلا محمد نړیوال هوایي ډګر کې ونیول شول.
د نایجریا پریمیم ټایمز ورځپاڼې نن جمعه /د فبروري ۲۴مه/ لیکلي چې دغه هیرویین له پاکستان څخه راغلي او د اتحاد ایرلاینز په یوه الوتکه کې دغه هېواد ته ور وړل شوي ول.
پریمیم ټایمز لیکي چې، دوه مشکوک د نشه ییزو توکو قاچاقچیان هم هغه وخت په هوایي ډګر کې ونیول شول چې هڅه یې کوله چې څه باندې ۲ کیلوګرامه کوکایین چې په کساوه اوړو کې یې پټ کړي ول تېر کړي.
په هوایي ډګر کې یوه امنیتي مامور، احمدو ګربه، پریمیم ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې، نیول شوي هیرویین د کالیو په بیګ کې ځای پرځای شوي ول.